د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

بهمن: اقتصادي پروژې باید د ناسمو سیاستونو ښکار نه‌شي


د افغانستان اقتصاد وزارت وايي چې په دې هېواد کې د وروستیو نا امنیو له کبله په اکثرو ولایتونو کې اقتصادي پروژې نه‌پلي کېږي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي پروژې باید د ناسمو سیاستونو ښکار نه‎شي او لازمه ده چې هر افغان په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

ښاغلي بهمن زیاته کړه:

"ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړي او له دې پروژو ملاتړ وکړي ځکه دا پروژې نه سیاسي دي او نه هم د کوم بل هدف لپاره پلې کېږي بلکې دا اقتصادي پروژې دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او غوړېدا لپاره پلې کېږي."

د هلمند والي حیات‌الله حیات بیا وايي، طالبان یوازې هغو پروژو ته ستونزې نه‌جوړوي چې دوی ګټه ترې اخلي.

حیات‌الله حیات ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په هلمند کې تر خپله وسه عام‌المنفعه تأسیسات ویجاړ کړي او نوموړي د طالبانو هغه ژمنه چې ګواګې عام‌المنفعه پروژو ته به ستونزې نه‌جوړوي تش تبلیغات وبلل.

حیات: طالبانو په هلمند کې تر خپله وسه عام المنفعه تأسیسات ویجاړ کړي.
حیات: طالبانو په هلمند کې تر خپله وسه عام المنفعه تأسیسات ویجاړ کړي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"متأسفانه د طالبانو دغه اعلان یوه تشه وینا ده په عمل کې هېڅ نه‌شته که زه لنډ مثال درکړم نو د ۶۰۱ په نوم سړک د لښګرګاه ښار د کندهار او هرات له عمومي سړک سره نښلوي دغه سړک د دوی له‎خوا لسګونه کېلو متره په بل مخ اړول شوی دی."

د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي هم د هلمند د والي د خبرو په تائید وايي چې د نا امنیو له کبله کندز کې هم د ګڼو پروژو کار نیمګړی پاتې دی.

ښاغلی ولي د بېلګې په توګه د کندز-بلخ تر منځ د لویې لارې اساسي جوړېدو ته اشاره کوي چې د کندز له چهاردرۍ ولسوالۍ تېرېږي او په پخېدو به‌یې د کندز-بلخ تر منځ واټن خورا لنډ شي.

د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي

نوموړی وايي:

"د نا امنیو له کبله د کندز عام‌المنفعه پروژې له رکود سره مخامخ دي او له دې پروژو یوه مهمه‌یې هماغه د کندز-بلخ تر منځ غځېدلی سړک دی چې د کندز له چهاردرې ولسوالۍ تېرېږي."

وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو بریالي نه‎شو ولې څه موده وړاندې دې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې عام‌المنفعه پروژو ته به زیان نه‌رسوي.

له دې ټولو سره-سره د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري وايي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې نا امنۍ د ځینو پروژو د عملي کولو مخه ډب کړې خو دی ټینګار کوي چې په ځینو مواردو کې حکومت هم په دې برخه کی بې‌غوري کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري
د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري

د ښاغلي نظري په خبره د امنیت د ټینګښت تر څنګ په ټول هېواد کې د متوازن پرمختګ د زمینې برابرول د حکومت مسؤلیت دی او په‎کار ده چې دې برخه کې جدي هڅې وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG