د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

چارواکي: تصفیه شوي قلعۀزال کې طالبانو عامه تأسیسات زیانمن کړي


کندز کې د قلعۀ‌زال سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیاتو کې ۳۴ کلي د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي او لاهم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

د قلعۀ‌زال ولسوال محبوب‌الله سعیدي ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال په دې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت نورمال دی چې ډېر ژر به پاتې سیمې هم د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

خو هغه وویل چې وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو پر مهال ګڼې دولتي ودانۍ سوځولي او عامه تأسیساتو ته‌یې هم سخت زیان اړولی دی.

د قلعۀ‌زال ولسوال محبوب الله سعیدي
د قلعۀ‌زال ولسوال محبوب الله سعیدي

هغه زیاته کړه:

"طالبانو عامه او دولتي تأسیسات ویجاړ کړي دي، همدارنګه د پلونو، پُلچکونو لاندې او د سړکونو غاړو کې یې مایونونه خښ کړي دي او خلکو ته‌یې هم زیانونه رسولي دي."

ښاغلی سعیدي وايي، هڅه به وکړي چې په یاده ولسوالۍ کې هر څه سم او خلکو ته د خدمت په هدف ټولې ادارې فعاله کړي.

په همدې حال کې په کندز کې د پامير شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان جنرال ادم خان متین وايي په قلعۀزال ولسوالۍ کې یې د ډاډمن امنیت په خاطر یو شمېر امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.

جنرال ادم خان متین
جنرال ادم خان متین

ښاغلی متین زیاتوي:

"زه د قلعۀ‌زال ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوم چې دا عملیات په دې معنا نه‌دي چې موږ سیمه تصفیه کړه او پوستې مو جوړې کړې او بېرته به ځو، نه زموږ عملیات لاهم دوام لري او نور پلانونه هم لرو چې په پلي کولو سره به‌یې خلک نور هم ډاډمن شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د وسله‌والو قواو د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال جلال یفتلي وايي چې دوی په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته کلکه ماتې ورکړې ده.

جنرال جلال یفتلي
جنرال جلال یفتلي

ښاغلی یفتلي زیاتوي:

"طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي وو او موږ کور په کور جګړه وکړه او دغه ولسوالۍ مو له بهرنیو جنګیالیو او د وسله‌والو طالبانو له وجود څخه پاکه کړه."

بل‌خوا د قلعۀ‌زال ولسوالۍ اوسېدونکي هم د افغان ځواکونو له‌خوا د یادې ولسوالۍ پر بېرته نیولو خوښي ښيي.

یاد خلک وايي، حکومت باید د ورته پېښو د تکرار مخنیوي په هدف په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي.

دوی زیاته کړه:

"اختر هم راروان دی او موږ د جګړې له کبله بې‌ځایه شوي وو، له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس خوشحاله یو چې دولتي ځواکونو زموږ ولسوالي پاکه کړه او بېرته خپل کلي ته راغلو."

"په دې ولسوالۍ کې جګړه وه، خلک له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي وو، خو اوس خوشحاله یو چې زموږ ولسوالي د طالبانو له شتون څخه تصفیه شوه او خلک هم بېرته خپل کلي کورته راروان دي."

قلعۀ‌زال ولسوالۍ د کندز مرکز شمال لوېدیځ لور ته موقعیت لري چې له بلخ ولایت او همدارنګه د کندز له چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو سره ګډه پوله لري او سربېره پر دې د ۱۶۰ کېلومتره په اوږدوالي له تاجکستان هېواد سره هم ګډه پوله لري.

په ورته وخت کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د کندز د سیمه‌ییزو چارواکو دغه ادعا ردوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG