د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

کندز کې د وسله‌والو د ځپلو لپاره دوهم پړاو عملیات پيل شوي


د دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد کندز ولایت کې په یوې پوځي غونډې کې رسنیو ته وویل چې د افغان ګډو ځواکونو د ۱۴ تندر په نوم تصفیوي عملیات په یاد ولایت کې په بریاليتوب سره پای ته رسېدلي دي.

ښاغلي مراد د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی پلان لري، څو د دې ولایت ټولې سیمې ګام په ګام د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

مراد زیاته کړه چې د ۱۴ تندر پوځي عملیاتو پر مهال د کندز مرکز شاوخوا سیمو لویو لارو په اوږدو کې کلک امنیتي کمربندونه هم جوړ شوي دي.

هغه، د دې ولایت په کچه د طالبانو پر وړاندې د ۱۵ تندر په نوم نویو تصفیوي عملیاتو د دوهم پړاو پیلېدو خبر هم ورکړ.

نوموړي دا خبرې په هغې غونده کې وکړې چې په‌کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان، د پامیر شلمې فرقې قوماندان، د کندز امنیه قوماندان او یو شمېر نورو جګ پوړو پوځي چارواکو هم حضور درلود.

مراد علي مراد
مراد علي مراد

ښاغلي مراد زیاده کړه:

​"دغه عملیات موږ په هغې سیمه کې پیلوو چې هلته موږ خپل هدف ټاکلی دی او غواړو چې خپل ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوو او دوه ورځې وروسته د دې عملیاتو پایلې موږ مطبوعاتو ته وړاندې کوو.​"

هغه وویل چې د دې ولایت خلک کولای شي، د کندز هر کلي او هرې ولسوالۍ ته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

مراد په دې اړه داسې وویل:

​"د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې سږ کال به دوی لوی اختر پرته له کومې وېرې د امن په فضا کې ولمانځي او زه د کندز خلکو ته اطمینان ورکوم چې دوی له خوښیو ډکې ورځې په مخ کې لري.​"

بل‌خوا د کندز ولایت اوسېدونکي او یو شمېر مدني فعالان بیا وايي چې د روان کال له پیل څخه دا څوم ځل دی چې په دې ولایت کې د طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیلېږي، خو لاهم د ښار شاوخوا سیمو کې همدارنګه د کندز ولسوالیو په ډېرو برخو کې وسله‌وال طالبان حاکمیت لري.

د نوموړي ولایت یو تن مدني فعال هدایت‌الله همدرد په دې اړه داسې وویل:

​"اوس چې دوی پلان لري عملیات پیل کړي، خلک دومره ورته خوښ نه‌دي ځکه حکومت تر اوسه پورې د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام نه‌دی کړی، خو بیا هم خلک هېله‌من دي چې دولت دوی ته د امن فضا برابره کړي، څو خلک لوی اختر په ښه شاندارو مراسمو سره ولمانځي."

د یادونې وړ ده چې دغه جګ پوړي پوځي چارواکي په داسې حال کې په دې ولایت کې د تصفیوي عملیاتو د دوم پړاو د پیلېدو خبر ورکوي چې څه باندې یوه میاشت شوه چې د کندز قلعۀ‌زال ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې ده او سربېره له دې د کندز خلک بیا وايي چې اوس‌مهال د دې ولایت د مرکز په شاوخوا سیمو کې هم طالبان فیزیکي حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG