د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

هاشمي: د کندز- تخار لار ترافیکو پر مخ خلاصه شوه


د کندز – تخار لويه لار پرون ناوخته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

یاده لار چې د تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو لخوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه د افغان ګډو ځواکونو د شپږ ورځنیو تصفیوي عملیاتو پرمهال خلاصه شوه.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې ددغې لويې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې بېرته فعاله شوي او خلک کولای شي په ډاډه زړه پر دغې لارې تګ را تګ وکړي:

هاشمي: خلک کولای شي پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
هاشمي: خلک کولای شي پر دغه لار تګ راتګ وکړي.

"د کندز – تخار لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه او اوس خلک کولای شي په دې لارې باندې تګ راتګ وکړي همدارنګه په امنیتي پوستو کې د ملي اردو، نظم عامه پولیسو او ملي پولیسو سرتېري ځای پرځای شوي دي."

بلخوا د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو خلک د یادې لارې پر خلاصېدو خوښي ښيي.

دغه خلک د کندز له سیمه ییزې ادارې څخه غواړي چې د دغې لارې په اوږدو کې د کندز – خان آباد ترمنځ د سړک دواړو خواته پراته کلي د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي، څو دغه لاره د تل لپاره د طالبانو له ګواښونو څخه وژغورل شي.

د یادې لارې څو تنو مسافرانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

"خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو ځکه لاره طالبانو بنده کړې وه او اوس موږ ډېر خوشحاله یو چې دغه لاره د خلکو پر مخ خلاصه شوه او وروسته له دې دولت باید دغه لاره ښه وساتي."

"موږ له دولتي ځواکونو څخه ډېره مننه کوه چې دغه لاره یې د ترافیکو پرمخ خلاص کړه، خو موږ له دولت څخه غواړو چې ددغې لارې د امنیت په خاطر تازه پوستې جوړي کړي."

"موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، ځکه طالبانو دغه لاره یې بند کړي وه او خلکو نشو کولای چې له تخار – کندز ته تګ را تګ وکړي، اوس خوشحاله یو چې دغه لاره خلاصه شوه."

دغه مسافر د کندز له سیمه ییزو چارواکو غواړي، څو ددغې لارې په اوږدو کې د ښه امنیت په خاطر سیمه، ملي پولیس او د ملي اردو سرتېرو پوستې ځای پر ځای کړي.

د یاد ونې ده چې دغه لویه لاره د ۱۸ ورځو په موده کې د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دغه لویه لاره دوی د ملکي خلکو د غوښتونو په اساس خلاصه کړې ده.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG