د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۱

افغانستان

اوچا: د هلمند تازه جګړې پنځه زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه کړي

هلمند کې کډه شوي خلک

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، د هلمند تازه جګړې پنځه زره کورنۍ له خپلو مېنو کډه کړي دي.

دوی نن په خپل اوونیز راپور کې د ځایي چارواکو له قوله وویل چې دغې جګړه کې تر ۲۰۰ کسانو پورې وژل یا ټپیان شوي دي.

دغه جګړه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د مرکز لښکرګا بولان او باباجي سیمو او دغه‌راز نهر سراج، نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو کې روانې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، دوه کاري ډلې یې سیمه کې دي او تر اوسه‌یې د مرستو لپاره یوازې ۵۰۰ بې‌ځایه شوي کسان ثبت کړي دي.

راپور کې ویل شوي چې بې‌ځایه شوي کسان لښکرګا کې په کرایي کورونو، مارکېټونو او د نورو خلکو کورونو کې مېشت شوي.

د دوی په وینا، د جګړې له کبله د کندهار-هلمند لویه لاره بنده شوې او مخابراتي خدمتونه هم ټکني شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو

د دوستم پلویان

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه.

مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.

دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني.

اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي

بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي ریاض المالکي سره د يوې ټیلیفوني اړيکې په ترڅ کې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت نن خپور کړ راغلي چې ښاغلي اتمر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د روژې او اختر په ورځو کې پر فلسطینیانو د حملو او یرغلونو دوام غندلی او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې.

د اسراییلو پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې پر تړانګه هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي او په ځواب کې حماس او نورو اسلامپالو ډلو هم پر اسراییلو د توغندیو حملې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي اتمر له قوله راغلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۶۷ پرېکړه پر اساس د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوي.

چارواکي: د هلمند په نهر سراج کې یو ښوونځی سوځول شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو مکتب سوځول شوی.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د نهر سراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو.

ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور اچولی. په هغو تصویرونو کې چې له دې بیان سره یوځای استول شوي ښکاري چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي.

د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې مخکې له دې هم ښوونځي سوځول شوي خو مسوولیت یې تر ډېره چا نه دی منلی.

د غور امنیتي او دفاعي چارواکو ته د کورنیو چارو وزارت جدي سپارښتنې

ارشیف، د غور مرکز فیروزکوه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د غور امنیتي او دفاعي چارواکو ته د دولت د وسله والو مخالفانو د تهاجمي تحرکاتو د جدي ځواب سپارښتنه وکړه.

حیات الله حیات چې تردې مخکې په هرات کې و، په غور کې د امنیتي وضعیت د ارزونې پرمهال دا سپارښتنه کړې ده.

غور چې له نارامو ولایتونو هلمند او فراه سره ګډه پوله لري، وروستیو څو اونیو کې د ناامنیو د څو پیښو شاهد و.

په یوه تازه پېښه کې د فیروز کوه دننه یوه نفوذي کس په یوه پوسته کې څلور پولیس ووژل او په تېښته بریالی شو.

یو شمېر جرمني دیپلوماتانو له چارواکو د ځینو افغانانو لاسنیوی غوښتی

ارشیف، بغلان کې یو شمېر جرمني سرتیري

د جرمني یو شمېر دیپلوماتانو، پوځي افسرانو او پوهانو له خپلو چارواکو د هغو افغانانو لاسنیوی غوښتی چې جرمنیانو سره یې افغانستان کې کار کړی دی.

په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې 'ډي.پي.اې' اژانس ته رسیدلې راغلي، طالبانو ښکاره خبرداری ورکړی چې افغانستان کې به د لویدیځوالو د همکارانو پر وړاندې اقدام کوي.

د لیک په دوام کې راغلي، باید ژر تر ژره هغه افغانان جرمني ته انتقال شي چې تېرو دوو لسیزو کې یې له جرمني ځواکونو سره کار کړی دی.

وړاندې راغلي، که داسې اقدام نه کېږي، په دې معنا ده چې جرمني خپل پخواني همکاران له کومې دفاعي وسیلې پرته یوازې پریږدي.

تراوسه د جرمني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې ځینې هغه افغانان جرمني ته غوښتل شوي چې د دغه هېواد له پوځیانو سره یې کار کړی دی.

د اوربند دوهمه ورځ؛ کابل کې بمي چاودنې ۱۲ تنه ووژل

د شکردرې نننۍ پېښه

په افغانستان کې د درې ورځني اوربند په دویمه ورځ نن لږ تر لږه ۱۲ کسان په کابل کې د بمي چاودنې له کبله ووژل شول.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې چاودنه کې چې د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه، د جومات ملا امام مفتي نعمان هم وژل شوی دی.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په چاودنه کې شااو خوا ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن رسنیو ته، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي: "زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه چاودنه په جومات کې دننه د ځای پر ځای شویو موادو له کبله شوې ده. زموږ څېړنې لا هم روانې دي."

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه غندلې ده.

له اوربند سره- سره د اختر په اوله ورځ په کندهار، کندز او غزني کې د ماینونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

دفاع وزارت: د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت اردو ته سپارل شوی

د کندهار هوايي ډګر

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر دې وروسته به افغان ځواکونه د کندهار هوايي ډګر، له پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت ملي اردو ته سپارلی: "تر دې وروسته به د افغانستان دفاع وزارت له دې پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي. افغان لوري ته د امریکايي ځواکونو له خوا د پوځي اډو او کمپونو د سپارلو لړۍ په بریا سره روانه ده."

بل خوا امریکايي چارواکو هم ویلي، امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي اډې بشپړ مسوولیت افغان لوري ته سپارلی دی.

د امریکا سټارس اینډ سټرایپس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د نړیوال ائتلاف پوځیان به د امنیتي اندېښنو د ارزونې لپاره یوه یا دوې ورځې لا هم د کندهار هوايي ډګر په پوځي اډه کې پاتې وي.

که څه هم د دې اډې مسولیت رسما افغان چارواکو ته سپارل شوی خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کله به ترې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې دوام کوي.

حیات: د پولیسو له نومه ناوړه استفاده کوونکي له دندې شړل کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هر پولیس چې د پولیسو د بدنامۍ لپاره د پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، له دندې شړل کېږي.

حیات الله حیات، دا څرګندونې په هرات ولایت کې د پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو ترمنځ پر همږغۍ د ټینګار په باب په د وینا پر مهال وکړې.

د کورنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي حیات دغو ارګانونو ته ویلي، هېڅ آمر باید د زورواکو ځانګړو فرمایشونو ته غاړه کښېنږدي، که چېرې دا کار کوي، له دندې به ګوښه کړای شي.

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام ومړ

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

دا خبره د هلمند د قبایلو د چارو رییس نوید نظري په خپل فیسبوک لیکلې ده.

ځینو نورو چارواکو او خبریالانو هم د جنرال الهام د مړینې خبر خپور کړی دی.

جنرال عبدالنبي الهام چې پنځه ورځې دمخه د هلمند له ولایته ګواښه کړای شوی و په کابل کې د کرونا ناروغۍ په خاطر په یوه روغتون کې بستر و.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جنرال الهام پر ځای محمد ولي علیزی د هلمند والي ټاکلی دی.

ولسمشر غني: د افغانستان د روزنځایونو وضعیت به وڅېړل شي

ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني وايي چې د هېواد د روزنځایونو وضعیت به وڅېړل شي او د هغو د ستونزو د حل لپاره به عاجل اقدامات عملي شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې پرون- پنجشنبې په ارګ کې له یو شمېر بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، افغان ولسمشر دې ماشومانو ته د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته څرګنده کړه چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته به هدایت ورکړي چې په بورسیو کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان هم په پام کې ونیسي.

عادله راز امریکا کې د افغانستان نوې سفیره شوه

عادله راز

عادله راز د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د نوې سفیرې په توګه په دنده ګومارل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې چې نه غواړي هویت یې څرګند شي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ.

مېرمن راز له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه کار کاوه.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیره له دې مخکې رویا رحماني وه.

افغان ولسمشر د ترکمنستان، ترکیې، قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره وغږید

ارشیف، ولسمشر غني

افغان ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان، ترکیې، قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړي.

ارګ په یو خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي غني پرون له قربانګلي بېردي محمدوف، رجب طیب اردوغان، قاسم جومارت توقایف او سدر جباروف سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی یو بل ته د اختر مبارکۍ وویلې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه یې بحث وکړ.

په عین حال کې ترکي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر اردوغان د افغانستان او قرغزستان له ولسمشرانو او د عراق له صدراعظم سره د خبرو پر مهال د اسراییل د اقداماتو پر وړاندې له فلسطینیانو سره د پیوستون په اړه بحث وکړ.

د حماس تر ولکې لاندې غزې سیمه کې د روغتیا وزارت پرون وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې د اسراییلي پوځ په حملو کې لږ تر لږه ۸۳ فلسطینیان وژل شوي.

د اسراییلو روغتیايي چارواکو هم د اوو اسراییلیانو د مړینې خبر ورکړی.

اسراییلي پوځ دا هوايي حملې وروسته له هغه پیل کړې چې د اسراییلو پر څو سیمو د حماس ډلې له خوا توغول شوي توغندي راپرېوتل.

د برېښنا د ویجاړې شوې ستنې د بیارغونې پر مهال چاودنه؛ یو کارکوونکی ټپي شوی

د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا ویجاړه شوې ستن

د برښنا شرکت یو تخنیکي کارکوونکی د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د یوې ویجاړې شوې ستنې د بیا رغېدو پر مهال په ماین کې ټپي شوی دی.

د ازبکستان د وارداتي برېښنا دا ستن تېر ماښام د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بم الوزول شوې وه.

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار چې زموږ همکارانو کار پیل کړ، له بده مرغه د دې ستنې ترڅنګ د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یو کارکوونکی ټپي شوی دی."

ښاغلي نیازي زیاته کړه چې هڅه کوي د نن ورځې تر پایه دا ستن ترمیم شي.

تر دې دمخه ورځو کې په همدې کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا دوه نورې ستنې هم د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بمي چاودنو ویجاړې شوي. دغو پېښو د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه له برېښنا بې‌برخې کړل.

له طالبانو د اشرف غني غوښتنه: اوربند وغځوئ، ټول افغانان سولې ته تږي دي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وغځوي.

ولسمشر غني وویل، جګړه پوځي حل‌لاره نه‌لري او بالاخره باید پای ته ورسول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول افغانان سولې ته تږي دي او ټول اړخونه باید د سولې لپاره هڅې وکړي.

طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ویلي چې هغه به ونه‌غځوي. دا خبره تېره شپه د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې ټولګټو تأسیساتو ته له زیان رسولو دې لاس واخلي.

هغه خپله پخوانۍ خبره بیا تکرار کړه چې ویلي و په تېرو کلونو کې طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ټولګټو تأسیساتو ته زیان رسولی، هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

افغانان دا اختر داسې مهال لمانځي چې د جګړو دوام ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي.

د روژې سږنۍ میاشت له خونړیو حملو سره مله وه. تر ټولو خونړۍ هغه‌یې د کابل په دشت برچي کې پر نجونو زده‌کونکو وه چې شااوخوا ۸۵ تنه ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د افغانستان او ایران ولسمشرانو پر افغان سولې او وروستیو پېښو خبرې وکړې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر نور افغان چارواکي د ایران ولسمشر حسن روحاني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د وروستیو ترورېستي پېښو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ارګ په یوې اعلامیه کې چې بېګاه خپره شوه راغلي چې د ایران ولسمشر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د وروستیو ترهګریزو پېښو په اړه خپله غمرازي او خواخوږي وښوده.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې محمد اشرف غني او حسن روحاني په افغانستان کې د سولې پر هڅو، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث وکړ.

افغانستان څو وروستیو ورځو کې د خونړیو پېښو شاهد و. تېره شنبه د کابل دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم او پرله‌پسې چاودنو شااوخوا ۸۵ نجونې زده‌کوونکې ووژلې او له ۱۰۰ زیات ټپيان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG