د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

ریلیف ویب: په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم بې ثباته دی


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ریلیف ویب

د ریلیف ویب خپرونې په یوه لیکنه کې ویلي، د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم بې ثباته دی.

د خپرونې په وینا په افغانستان کې د روانو سیاسي شخړو، زلزلو، وچکالیو او سیلابونو په پایله کې ۱۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.

د خپرونې په وینا د تاوتریخوالي دوام په دې معنی دی، چې افغانستان په نړۍ د کډوالو د زیات شمېر له پلوه درییم هېواد دی.

لیکنه وايي، دغلته نږدې پنځه میلیونه او شپږ سوه زرو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

لیکوال وړاندې په ایران او پاکستان کې د میلونونو افغان کډوالو موجودیت ته اشاره کړې او زیاتوي چې په افغانستان کې دننه د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر هم زیات شوی دی.

په وروستیو ورځو کې په هلمند کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې ددې سبب شوي چې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړه شي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو د چارو د وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته ویلي په هلمند کې د تازه بې ځایه شویو کډوالو د شمېر په اړه سروې پیل شوې.

د نوموړې په وینا د دې سروې په بشپړېدو سره به له دې نویو بې کوره شویو کسانو سره لومړنۍ اړینې مرستې وشي.

  • میل انلاین

د میل انلاین ورځپاڼې هم په هلمند کې د زرګونو تازه بې ځایه شویو کډوالو په اړه د ۲۵ کلن عجب ګل له خولې لیکلي چې څلور ورځې مخکې له کورنۍ سره د لښکرګاه ښار ته راکډه شوې دی.

عجب ګل وړاندې ویلي، طالبانو یې کلی ونیوه او دواړو خواوو په جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیست.

هغه زیاته کړې چې په داسې یو وضیعت کې یې نه شو کولی په خپل کور کې پاتې شي.

ورځپاڼې په هلمند کې د یو شمېر نورو کډوالو له خولې ویلي چې په مارجې ، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې یې خپل ټول شته پرځای پريښي او لښکرګاه ته کډه شوي دي.

د هلمند والي محمد یاسین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې بې ځایه شویو کډوالو ته یې د مرستو رسولو بهیر پیل کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، طالبانو تېره اونۍ ددې ولایت په څو سېمو کې همغږي بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو غوښتي چې د هلمند په جګړو کې دې د ولسي خلکو خوندیتوب باوري کړي.

XS
SM
MD
LG