د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

مسیر: له ارګ او دولتي ودانیو پرته د کابل ښار هره سیمه کې لسګونه پېښې کېږي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل او ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو او سولې په پروسې لېکنه کړې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په کابل ښار کې د غلاوو او وژنو پېښو ته په اشارې لیکلي چې له ارګ او دولتي ودانیو پرته د کابل ښار په هره سیمه کې هره ورځ لسګونه پېښې کېږي او د موبایل، پیسو، موټر او نورو وسایلو غلا اوس عادي شوې ده.

د سرمقاله لیکونکي په خبره د کابل ښار دا غلاوې او وژنې بې‌ساري دي او په وینا یې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې داسې نه‌و شوي چې غله او داړه‌ماران دې دومره زورور وي او په رڼا ورځ دې خلک ولوټي، ټپي دې یې کړي او ان ودې یې وژني.

خو لیکوال د یادو پېښو په تړاو کورنیو چارو وزارت بې‌کفایته بللی او ادعا یې کړې چې دغه وزارت د غلو او مفسدینو له‌خوا رهبري کېږي او امنیه قومانداني، د پولیسو د حوزو امریتونه او ان تر دې په ټیټه کچه بستونه پلورل شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، په پیسو مقرر شوي مسؤلین بیا د ورکړل شویو پیسو د پوره کولو او ګټې لپاره هر څه ته لاس اچوي.

  • هشت صبح

هشت صح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د کابل په ګډون په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د غلاوو او انسان تښتونو پېښو ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هېڅوک ځان خوندي نه‌احساسوي او د ښار کنټرول د دغو وسله‌والو غلو سره دی.

لیکوال دا اندېښنه هم مطرح کړې چې دا مهال کابل او لوی ښارونه د غلو او انسان تښتوونکو په منګولو کې دي او پولیس هېڅ ډول عملي او پر ځای اقدام نه‌کوي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، دغه غله تر ډېره د زورواکو ملاتړ لري، نو په همدې اساس تر نیول کېدو لږ شېبه وروسته بېرته خوشې کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي په داسې حال کې چې په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مذاکراتو لپاره شېبې شماري، د امريکا، افغانستان او ترکمنستان استازو د افغان سولې او ثبات په اړه له يو بل سره د ګډې مرستې په ارزښت ټينګار کړی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دې ته په کتو سره بايد د افغان سولې او ثبات لپاره د سيمې هغو هېوادونو اجماع هم راټوله کړای شي چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې په ترڅ کې خپلې ګټې لټوي، خو هغوی ته بايد قناعت ورکړل شي چې د دې جګړې نه‌يوازې بدې پايلې د دوی تر لمنې هم د اور لمبې خورولی شي، بلکې بشري جنايت دی چې يو وخت به‌يې هرو مرو حساب ورکوي!

XS
SM
MD
LG