د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

کابل ورځپاڼو په کابل او ولایتونو کې د غلاوو او ناامنیو پر زیاتېدو تبصره کړې


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل او ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو او نا امنیو زیاتېدو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو او جنايي پېښو په زیاتېدو لیکنه کړې ده.

وړاندې د کورنیو چارو وزارت طرحې ته اشاره شوې چې دغه وزارت جنایتکارې ډلې، زورواکي او قاچاق کوونکې ډلې نیولي، خو په وینا یې واقعیت دا دی چې جنایتکارې ډلې لاهم موجودې دي او دا ډلې په یوې لاعلاجې ناروغۍ بدلې شوې دي.

خو ورځپاڼې لیکلي دغه طرحه دا چې کارنده نه‌وه، بلکې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د لیکوال په باور که څه هم اقتصادي ستونزې په دغو ناامنیو کې رول لري، خو په وینا یې دا سبب نه‌شي کېدای چې حکومت له مسؤلیته اوږې سپکې کړي.

هشت صبح ټينګار کوی چې په کابل کې د ناامنۍ، غلا او وژنو په تړاو د حکومت بې‌غوري او ناغېړي د دې سبب شوې چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي او ورو ورو د امنیت په برخه کې پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپانۍ هم د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو په مسئلې اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې ورځو کې په کابل کې هره ورځ د غلاوو، وژنو او شوکو پېښې ترسره کېږي، خو حکومت هېڅ داسې ګام نه‌اخلي چې د دې پېښو په مخنیوي کې کارنده وي.

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې د خلکو له پرله‌پسې غوښتنو، فریادونو او شکایتونو وروسته دومره ویل شوي چې په امنیت شورا کې په دې اړه بحث شوی او د کورنیو چارو وزیر د پولیسو څو حوزو ته تللی او نمایشي عکسونه‌یې اخیستي دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا چاره د دې سبب شوې چې پر پولیسو او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باور راکم شي او ورو ورو د امنیت په ټینګښت کې له حکومته ناهیلي شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د کابل د امنيت او ثبات لپاره بايد څه وشي؟

ورځپاڼې لیکلي چې د وسله‌والو غلاوو ترڅنګ د وسله‌والو مخالفينو له‌خوا هم په ښارونو کې فعاليتونه او د هغوی له‌خوا هدفي وژنو زور اخيستی دی.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې د کورنيو چارو وزارت بايد په دې برخه کې جديت ښکاره کړي، د کابل په شمول د ټول هېواد امنيت او ثبات بايد ټينګ کړای شي.

د هېواد ورځپاڼې په وینا، د دې لپاره هر ارګان خپل خپل مسؤليتونه لري او قانون پر ټولو یو ډول پلی شي چې په خبره‌یې له دې پرته حالات نور هم خرابېږي.

XS
SM
MD
LG