د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

هشت صبح: له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل خطرناکه او د اندېښنې وړ ده


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي چې له کرسمس وړاندې به خپل ټول پوځونه له افغانستانه باسي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، تر کرسمس وړاندې له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ مسئله ده.

ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، امریکا باید له افغانستانه په وتلو کې بېړه ونه‌کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې د سولې په پروسه کې له بېړې کار واخیستل شي د سولې پروسه به زیانمنه شي.

لیکوال لیکلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او د سولې په پروسه کې د بېړې یو لامل د امریکا روانې ټاکنې دي چې امریکا غواړي دا پروسه ژر تر ژره ختمه کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې پروسې لپاره اړینه ده چې نړیواله اجماع رامنځته شي، ځکه په خبره‌یې د افغانستان جګړه یوازې کورني اړخونه نه‌لري، بلکې په دې برخه کې د روسیې، ایران او پاکستان رول اړین دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا په داسې حال کې د ډسمبر تر اخره خپل ټول سرتېري له افغانستان نه وباسي چې په دوحه کې لا د افغان حکوکت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د خبرو طرزالعمل نه‌دی ورستی شوی.

د لیکوال په وینا، په افغانستان کې دننه او په سیمه کې هم د افغان سولې تخریبوونکي عناصر کوښښ کوي له هر فرصت څخه کار واخلي او د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

خو د ویسا په باور، طالبان بيا فکر کوي چې بریا یې ترلاسه کړې او د قوي موقف څخه د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلېدو او نتیجې رسېدو ته منتظر دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستانه بې‌مسؤليته وتل به ناوړې پايلې ولري.

ورځپاڼې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اعلان په وړاندې د ناټو سرمنشي غبرګون هم اخیستی چې ویلي، امريکا بايد له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له ناټو تړون سره سلا وکړي چې په وینا یې شرايطو ته په کتو به له افغانستان وځي.

د لیکوال په وینا،کله چې افغانستان اوس په نړیواله کچه مطرح او ورته د سولې فرصت برابر شوی، امريکا ته نه‌ښايي چې يو ځل بيا ورته شا کړي او په دې سيمه کې د بلې، خو تر ټولو خطرناکې جګړې لپاره زمينه برابره کړي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، که امريکا خپل ځواکونه بې‌مسؤليته باسي، نو د هرې ننګونې پړه به‌يې هم پر خپله غاړه وي.

XS
SM
MD
LG