د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

خلیلزاد: طالبانو سره د موافقې پر ټولو ژمنو د درېدلو اقدامات له سره تنظیمېږي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، جګړو په وروستیو څو اونیو کې په افغانستان کې زور اخیستی او د سولې بهیر ته ګواښ کوي.

زلمي خلیلزاد پرون ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې ده او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له طالبانو سره په څو غونډو کې منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدلو اقدامات باید له سره تنظیم شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا موافقه د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شوه.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د جګړو کچه ډېره لوړه شوې ده او په زیات شمېر افغانان په کې وژل کېږي.

هغه زیاتوي چې که دا اقدامات له سره تنظیم شي نو تمه ده چې په تاوتریخوالي کې به د پام وړ کموالی راشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم په یو ټویټ کې ویلي دي چې په وروستیو څو ورځو کې له خلیلزاد او مېلر سره د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شیخ عبدالحکیم په ګڼو غونډو کې د دې موافقې د بشپړ تطبیق په اړه خبرې شوې دي.

له بلې خوا د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ ویلي چې له خلیلزاد سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ پر ټویټر په یو بیان کې ویلي دي چې د دوحې خبرو د سولې لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر کړی.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

هغه زیاتوي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو ودرېږي او د تاوتریخوالي کچه چې د ده په وینا د نه منلو وړ نه ده راکښته کړي.

سټولټنبرګ ویلي چې ناټو په افغانستان کې د امنیت په مسئله کې پر خپله ژمنه ولاړه ده.

له بلې خوا روسیې هم د افغانستان پر جګړو اندېښنه ښودلې ده.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي به ډېرژر په خپلو خبرو کې پرمختګ وکړي.

ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا

هغه زیاته کړه: "باید پام مو وي چې په افغانستان کې د تېرې اونۍ د پوځي فعالیتونو زیاتېدل او د پوځي- سیاسي حالاتو پېچلتیا اندېښنې پاروي، تمه دا ده چې ښکېل لوري به په نږدې راتلونکي کې یوې اجماع ته سره ورسېږي او د جګړې د ختمولو او ملي پخلاینې ته د رسېدو لپاره به واقعي مذاکرات پیل کړي."

د هلمند ولایت پر مرکز او نورو سیمو د طالب وسله والو وروستیو حملو په افغانستان کې د جګړو د تودېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د دې حملو په ترڅ کې د روانې اونۍ په پیل کې د مرکز لښکرګاه څلورمه ناحیه ونیوله.

د جګړو له امله د لښکرګاه د بې ځایه شویو کډوالو یو انځور
د جګړو له امله د لښکرګاه د بې ځایه شویو کډوالو یو انځور

په راپورونو کې همداراز راغلي چې په هلمند کې د روانو جګړو له کبله نژدې ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG