د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

عبدالله: پر افغانانو د امارتي نظام بیا ځلي تپل د منلو نه دي


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي، د طالبانو له‌خوا پر افغانانو د اسلامي امارت بیا ځلي تپل، خلکو ته د منلو نه دي.

عبدالله عبدالله چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې خبرې کولې، د سولې د خبرو پر مهال طالبان نرمښت او د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل.

پر یو شمېر ولایتونو په ځانګړې ډول هلمند د طالبانو له‌خوا شوی برید او د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل، هغه څه دي چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي پرې سخته نیوکه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې وايي، طالبان نه شي کولای د جګړې له لارې څه په لاس راوړي.

عبدالله عبدالله د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه کې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته په اشارې وویل، که طالبان داسې فکر وکړي د بهرنیو عسکرو په وتو سره به یو ځل بیا پر افغانانو خپل امارتي نظام وتپي، تېروتنه کوي.

هغه زیاته کړه: "دا ښه ده چې په افغانستان کې سوله راشي او موږ په خپلو پښو ودرېږو او بهرنیو عسکرو ته نوره اړتیا و نه لرو، خو که محاسبه داسې شوې وي چې دوی(بهرني عسکر) وځي او بیا د طالبانو امارتي نظام د افغانستان پر خلکو تپل کېږي، دا په هېڅ ډول د افغانانو لپاره د منلو نه ده، بلکې د جګړې د دوام لپاره یوه بله نسخه ده."

د ملي مصالحې عالي شورا رییس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه طالبانو په خپلو نویو څرګندونو کې د "نوي اسلامي نظام" پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

که څه هم د قطر په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، خو په افغانستان کې بیا په وروستیو دوه اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

له ډلې پر هلمند د طالبانو برید دی چې نږدې څلوېښت زره کورنۍ یې له خپلو سیمو بې‌ځایه کړې دي.

تر اوسه د هلمند د جګړې له کبله د اوښتو تلفات کره ارقام نه ده خپاره شوي.

په دې مراسمو کې د جمهور ريیس غني لومړی امرالله صالح د هلمند جګړې ته په اشارې پر طالبانو سخته نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه، طالبانو پر هلمند د برید لپاره نږدې ۹ میاشتې چمتووالی نیولی و.

امرالله صالح
امرالله صالح

نوموړي زیاته کړه: "۹ میاشتې یې چمتووالی نیولی و، څو پر هلمند خپله خونړۍ، شرموونکې او ورانوونکې حمله وکړې، بې له ماتې، چپاول او د مظلومو خلکو له بې‌ځایه کېدو پرته یې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده، زه د تېر په څېر یو ځل بیا د دې ډلې په فکر، جګړې او جوړښت نفرت وایم. "

د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت دې جوړ شویو مراسمو کې د جمهور ريیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پر هلمند د طالبانو برید ته په غبرګون کې وویل، سوله له هغو کسانو سره امکان لري چې خپلواکي ولري.

پر طالبانو د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې دې ډلې په وروستیو کې جګړې ته زور ورکړی.

خو له دې ټولو سره سره، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی را کم او اوربند وکړي.

خو طالبانو بیا تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG