د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د کاري طرزالعمل د اختلافي مواردو ژر حل قطر کې د وروستیو خبرو اصلي محور دی


قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی وايي، دوی د مذاکراتو د کاري طرزالعمل له دوو اختلافي مواردو سره په خوا کې په اجنډا باندې د بحثونو د پيل غوښتنه کړې.

د دغه پلاوي غړی رسول طالب وايي، د دوی د بحث اساسي موضوع د اوربند اعلان او د تاوتریخوالي درول دي.

په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په کاري طرزالعمل له اوونیو ځنډ وروسته تېره شپه یو ځل بیا عمومي ناسته وشوه.

له دواړو خواو سرچینې وايي چې دغې ناستې دوه ساعته دوام درلود او د خبرو اصلي محور د کاري طرزالعمل د اختلافي مواردو د ژر حل په څرنګوالي او د خبرو د اجنډا پيل و.

د افغانستان د پلاوي غړي رسول طالب رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د دوی وړاندیز دا و چې د طرزالعمل په اختلافي مواردو د بحث ترڅنګ دې په اجنډا خبرې وشي.

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

ښاغلی طالب زیاتوي: "موږ وړاندیز وکړ چې د تماس په ډله کې له دوو اختلافي مواردو سره په خوا کې راځئ په اجنډا بحثونه پيل کړو او له اختلافي مواردو سره په خوا کې په اجنډا موازي بحثونه ولرو، خو د طالبانو له اړخه یوازې په اختلافي مواردو تمرکز و."

د ښاغلي طالب په خبره، د افغان دولت پلاوي د اختلافي مواردو په اړه بدیل وړاندیزونه مطرح کړل او مقابل اړخ باید نوی نظر وړاندې کړي، کنه نو د دوی بدیل وړاندیزونه دې ومني.

د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی ټینګار کوي چې په اجنډا کې د دوی اصلي موضوع اوربند او یا هم د تاوتریخوالي درول دي، څو دواړه خواوې په ارامه فضا کې په اختلافي مواردو بحث او خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو د ناستې په اخر کې پرېکړه وکړه چې د تماس ډله دې د طرزالعمل په اختلافي مواردو بحث ته دوام ورکړي، څو پایلې ته ورسېږي او په بل پړاو کې خبرې پيل شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم د افغان دولت د پلاوي د وړاندیزونو په اړه چې له اختلافي مواردو سره په خوا کې باید په اجنډا خبرې پیل شي، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي له دې وړاندې رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي و چې د تېرې ورځې ناسته تر ډېره د اختلافي مواردو په هواري ورټوله وه.

محمد نعیم
محمد نعیم

ښاغلي نعیم ویلي و: "په ناسته کې د طرزالعمل د پاتې اختلافي ټکو په اړه خبرې وشوې، دواړو خواوو د تماس ډلې ته دنده سپارلې چې د اختلافي مواردو په اړه بحثونو ته دوام ورکړي."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر په ۱۲مه د افغان دولت او د طالبانو پلاوو ترمنځ بین‌الافغاني خبرو ته د چمتووالي لپاره بحثونه پیل شول، خو د یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دواړه خواوې د مذاکراتو په کاري طرزالعمل باندې توافق ته نه‌دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG