د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

ناټو: د افغان سولې خبرې نازکې، سختې او د بریا هیڅ تضمین یې نه شته


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره د یو تاریخي فرصت شاهد دی.

ښاغلي سټولټبرګ نن د بلیجیم په پلازمېنې بروکسل کې په دې اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په راتلونکو دوو ورځو کې پر بېلابېلو مسالو له دې جملې په افغانستان کې ددې تړون پر ماموریت بحث وکړي.

ینس سټولټبرګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو ته په اشارې وویل چې پر دې سربېره به دې هېواد کې د ناټو د روزنې ماموریت دوام وکړي.

د ناټو عمومي منشي چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیل مخکې یې خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه چې د دې مانا داده چې ناټو به هلته ځینې پوځي اډې وساتي.

هغه په دې پوځي اډو کې په شمال کې، مزار شریف ته نژدې د جرمني ځواکونو په مشرۍ د پوځي اډې، په جنوب کې، هرات کې د ایټالیوي ځواکونو په مشرۍ د پوځي اډې او په کابل کې د ترکیې، بریتانیا او نورو هیوادونو د سرتېرو په حضور اډو ته اشاره وکړه.

ینس سټولټبرګ که څه هم وویل چې هیڅ غړی هېواد یې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې کېدل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې د ناټو اروپايي متحدانو ټولو ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې به دوی افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او دغلته به د خپلو سرتېرو شمېر وساتي.

د ناټو عمومي منشي وویل، که څه هم امریکا له افغانستان څخه د خپلو زیاتو سرتېرو د ایستلو هوډ کړی خو دا هېواد به په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته ژمن پاتې شي او لا به هم د هوايي ټرانسپورټ، طبي مرستو، استخباراتو او نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.

خو پر دې سربیره هغه وویل: "موږ په راتلونکې کال کې د یوې سختې او ستونزمنې پریکړې لپاره چمتوالی نیسو، موږ باید د سولې په پروسه کې پرمختګ و ارزوو، موږ بېشکه چې په دوحه کې د سولې د خبرو هرکلی کوو، دا یو تاریخي فرصت دی او لومړی ځل دی چې طالبان او افغان حکومت خپلو کې د خبرو مېز ته کیني. "

آرشیف، هلمند کې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له لوري د روزنې پرمهال
آرشیف، هلمند کې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له لوري د روزنې پرمهال

خو سټولټبرګ زیاته کړه، دا خبرې نازکې دي، سختې دي او د بریالیتوب هیڅ تضمین یې نه شته.

هغه پر طالبانو او افغان حکومت دواړو غږ وکړ چې د سولې لپاره له دې رامنځته شوي فرصت څخه دې په ښه نیت ګټه پورته کړي.

د ناټو عمومي منشي وویل: "موږ اړتیا لرو چې په امریکا د بایډن په مشرۍ له راتلونکې ادارې سره په ګډه راتلونکی کال یوه ارزونه وکړو، وبه ګورو چې ایا په دې باور کولی شو چې شرایط برابر شوي او طالبانو هغه ژمنې چې موږ ته له افغانستان څخه وتل ممکنوي پوره کړې یې دي کنه او موږ له افغانستان وتلی شو او که پاتې شو. "

د ناټو عمومي منشي وویل: "که چیرې پاتي شو نو موږ به په یو ډېر ستونزمن پوځي کړکېچ کې ښکېلتیا ته دوام ورکوو او تاوتریخوالی به زیاتېږي او که له افغانستان څخه وځو موږ به ډېرې هغه بریاووې له لاسه ورکوو چې په افغانستان کې مو په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړي دي."

هغه زیاته کړه: "د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن سره په تیلفوني مکالمه کې هغه سره د افغانسان د اهمیت په اړه مې خبرې وکړې، همدرانګه مې هغه ستونزې ته اشاره وکړه چې موږ ورسره مخ یوو، او هغه دا چې که ( په افغانستان ) کې د پاتې کېدو پرېکړه کوو هم بیه لري او که د پرېښود پرېکړه کوو هم بیه لري."

د ناټو عمومي منشي همدارنګه وویل چې ناټو دا مهال افغانستان کې شا او خو 11 زره سرتېري لري.

هغه وویل، د افغانستان د ثبات لپاره بهترینه لاره دا ده چې خپله افغان ځواکونه پیاوړي شي او روزنه ورکړل شي.

امریکا او طالبانو د روان کال په فبرورۍ کې افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم هوکړه لیک لاسلیک کړی، له بلې خوا د سیپټمبر له ۱۲ مې نېټې راهېسې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویوو ترمنځ هم مذاکرات روان دي، خو له دې ټولو هڅو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی لا هم نه دی کم شوی، هغه څه چې د ملګرو ملتونو په وینا درنه بیه یې د افغانستان ولسي خلک پرې کوي.

XS
SM
MD
LG