د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

چارواکي: د نړیوالو ځواکونو پرته افغان ځواکونه د امنیت ساتنې وړتیا لري


آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت د نړیوالو ځواکونو په بيړه د کمېدو په درشل کې وايي، چې له بهرنیو ځواکونو پرته افغان ځواکونو د امنیت د ساتنې وړتیا لري.

له ملي اردو سره د ۱۲۰۰نویو سرتېرو یو ځای کېدل او د افغانستان د دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو په وړتیاوو ټینګار.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه له وسله واله والو سره د جنګېدو لپاره کافي تجهیزات او سرچینې لري.

د نوموړي په وینا دغه ځواکونه کولای شي، له نړیوالو ځواکونو پرته وجنګېږي.

هغه زياتوي: "افغان ځواکونه په ښه موقعیت کې دي او اوسني امکانات او تجهیزات چې لري یې له افغانستانه ساتنه کوي، د هرې ورځې په تېرېدو د هوايي ځواکونه ظرفیت لوړېږي، کولای شي، چې جګړه له ترانسپورټي او محاربوي پلوه اداره کړي، دمګړۍ ډېری هوايي عملیات په خپلواکه توګه د افغان هوايي ځواکونو له لوري ترسره کېږي."

د یکشنبې په ورځ ۱۲۰۰ نوي سرتېري له ملي اردو سره یو ځای شول، د چارواکو په وینا افغان ځواکونه له طالبانو سربېره شل نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې په حال کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې دمګړی د افغان ملي اردو د سرتېرو شمېر دوه لکه تنو ته رسېږي او یولک او پنځوس زره پولیس او امنیتي ځواکونه له دوی ملاتړ کوي.

د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد دوه اونۍ وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي و، که ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي هم د اندېښنې وړ ځکه نه ده، چې د نوموړي په وینا په اوس کې ۹۶ سلنه پوځي عملیات د افغان ځواکونه لوري پرمخ وړل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټیټوټ رئیس تمیم عاصي وايي، که څه هم افغان ځواکونه ښې وړتیاووې لري، خو له دوو تر درې لسیزو به د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا ملاتړ ته اړتیا ولري.



هغه زیاته کړه: "که ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي او مالي، لوجیستکي، پوځي او فني مرستو ته دوام ورکړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوسني وضعیت له مسوولیته را وتلای شي او د ناټو ځواکونو له حضور پرته مسوولیت په غاړه اخیستی او امنیت ټینګولای شي."

دمګړی په افغانستان کې۱۶ زره نړیوالو ځواکونه چې له ډلې یې اته زره امریکایان دي مېشت دي، امریکا يي چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ د جنوري تر میاشتې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر۲۵۰۰ ته راښکته کړي.

یو شمېر افغان سیاسي چارواکې له هغې ډلې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، له سولې وړاندې د امریکايي ځواکونو وتل به د هېواد پر اوضاع اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG