د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۴

ګارډین: د یاغیانو د بریدونو زیاتوالی د افغانستان د سولې خبرې کمزورې کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

لوېدیځ ورځپاڼو د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د دې اعلان په اړه لیکنې خپرې کړې دي چې د جنوري میاشتې تر نیمایي به په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم کړي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د سپټمبر له میاشتې راپه دې خوا چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل شوې دي په افغانستان کې بریدونه شاوخوا ۵۰ په ۱۰۰ کې زیات شوي دي.

د دې بریتانیایي ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر چې په سیمه کې حضور لري، خبرداری ورکړی دی چې د یاغیانو د بریدونو زیاتوالی د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې له تړون سره سم نه‌دی او د افغانستان د سولې خبرې کمزورې کوي.

د راپور له مخې دا شخړې د افغان ځواکونو د روحیې د کمزورېدو باعث شوې دي ځکه چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ په خاطر په دفاعي حالت کې دي.

د ګارډین په مقاله کې راغلې دي چې د افغانستان د حکومت د اوربند یا د شخړو د کمېدو د بیا بیا غوښتنې سربېره د یاغیانو له لوري د دوحې د خبرو پر مهال د ښه نیت نښه نه‌لیدل کېږي او دې ته‌یې پاملرنه نه‌ده کړې.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر وتل به په دوحه کې د سولې روانې خبرې اغېزمنې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر مېلر د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې به د شاوخوا ۴،۵۰۰ پوځیانو شمېر دوه‌نیم زرو او په عراق کې له درې زرو دوه‌نیم زرو ته راکم شي.

  • فورس انلاین

فورس انلاین خپرونې هم په یوه مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله څېړلې ده او په یوه برخه کې یې لیکي: "امریکایي پوځیان له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په افغانستان کې دي او په فبروري کې چې کله امریکایانو او طالبانو موافقه وکړه، د سولې خبرې مهم پړاو ته ورسېدې.

د خپرونې په باور، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو جګپوړو چارواکو بیا بیا طالبان تورن کړي چې پر افغان ځواکونو د بریدونو د کمېدو لپاره‌یې کافي هڅې نه‌دې کړي.

فورس انلاین لیکي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هم خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د سولې د بهیر ماتې به یو انساني ناورین رامنځته کړي.

خپرونه لیکي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې کمېشنر فیلیپو ګراندي خبرداری ورکوي، که چېرته په افغانستان کې جګړه ادامه پيدا کړي، ډېر خلک به د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شي.

فورس انلاین د فیلیپو ګراندي په وینا لیکي، که چېرته د سولې هڅې ناکامه شي، افغانستان به له یوه ستر انساني ناورین سره مخامخ شي، خو ده هیله څرګنده کړه چې داسې به ونه‌شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG