د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

جرمني: له افغانستانه د هر ډول بهرني سرتېرو وتل باید د ناټو سره همغږي وي


ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتیري
ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتیري

د جرمني د پوځ یوې چارواکې ایوا هوګل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د متحدو ایالتونو د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د پلان پر وړاندې خبرداری ورکړ.

دا په تېرو نژدې ۱۰ ورځو کې دوهم جرمنی چارواکی دی چې له دې پلان سره مخالفت کوي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې اغلې هوګل ویلي، څه چې په کار نه دي په بیړه د ځواکونو ایستل دي.

دې زیاته کړه، مهمه دا ده چې د ځواکونو د ایستلو هر راز پروګرام غږ مله شي.

د جرمني دغه پوځي چارواکي همدا راز ویلي چې په کار ده چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډ‌ن غټ لومړیتوب دا وي چې د ناټو له نورو غړیو سره هماغه راز چې امریکا ورسره یوځای افغانستان ته تللي؛ له هغو سره یوځای راووځي.

هوګل وايي، د بایډن باید لومړی او ستر کاردا وي چې د ناټو ځواکونو سره یوځای امریکايي ځواکونه هم له افغانستانه راووځي
هوګل وايي، د بایډن باید لومړی او ستر کاردا وي چې د ناټو ځواکونو سره یوځای امریکايي ځواکونه هم له افغانستانه راووځي

د راپور له مخې، حاضر دمه جرمني په افغانستان کې نژدې ۱۲۵۰ پوځیان لري.دا ځواکونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.

اغلې هوګل ویلي، تراوسه پورې په افغانستان کې د جرمني ۵۹ سرتېري وژل شوي. د دې په وینا په دې اړه چې په کابو دوو لسیزو کې په افغانستان کې پوځي حضور څه بریا لرلې، ریښتوني بحث ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د جرمني د باندنیو چارو وزیر هایکو ماس په برلین کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه بیړه ناک اقدام به په دې هېواد کې د سولې د پروسې لپاره خنډونه زیات کړي.

هایکو ماس ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بېړه ناک وتل به د سولې پروسه اغېزمنه کړي.
هایکو ماس ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بېړه ناک وتل به د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر کریستوفر میلر د سې شنبې په ورځ وویل چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته را لږ کړي.

په همدې حال کې د ترورېزم نړیوال انډیکس یا شاخص ښيي چې افغانستان په درسته نړۍ کې تر ټولو زیات له ترورېزمه اغېزمن شوی دی.

بهرني پوځیان به هغه مهال ووځي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې انډیکس له مخې چې د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ خپور کړی، په نړۍ کې د ټولو تروریستي پېښو په سلو کې ۴۱ په افغانستان کې شوي او په دې حساب افغانستان په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو لوی قرباني هېواد دی.

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو شناند هاشم وحدتیار باور لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت اغېز لري، خو دی په عین حال کې باوري دی چې بهرني پوځیان به هغه مهال ووځي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دی وايي: "د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې د موافقې پر اساس، ټول امریکايي پوځیان د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې پورې په دې شرط وځي چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې طالبان خپله ژمنه پوره کړي."

اوس په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او پرمختګ یې خورا ورو دی.

دوی لا هم د رسمي خبرو د تګلارې پر سر جوړ نه دي راغلي او له بلې خوا د امریکا او طالبانو د موافقې خلاف جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG