د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۸

افغانستان

"استرالیايي ځواکونو افغانستان کې ۳۹ بندیان او ولسي وګړي غیر قانوني وژلي"

په افغانستان کې د استرالیا ځانګړي ځواکونه

په افغانستان کې د استرالیایي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ترسره شویو جنګې جنایتونو د ادعاوو په اړه د یوې څلور کلنې څېړنې نتیجه هغه ادعاوې ثابتوي چې دغو ځواکونو په جګړو کې ۳۹ بندیان او ولسي وګړي په غیر قانوني ډول وژلي.

د جرمني د ډې پي ایې خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل نن پنجشنبه د دغې څېړنې د راپور تر خپرېدو مخکې د استرالیايي ځواکونو له‌خوا د ناوړه کارونو په خاطر د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې.

دغه څېړنه چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د تفتیش د ادارې له‌خوا ترسره شوې، په‌کې ۵۷ پېښې څېړل شوي او له ۴۰۰ زیاتو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

د دغې څېړنې موندنې ښي چې کره شواهد شته چې استرالیایي پوځیانو په افغانستان کې چې ډېری یې په ارزګان ولایت کې مېشت و، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ غیر قانوني وژنې او له بندیانو سره غیر انساني چلند کړی دی.

کمبیل په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل چې د ۲۵ استرالیایي ځانګړو پوځیانو له‌خوا په غیر قانوني ډول د ۳۹ کسانو د وژلو د ادعاوو په اړه د ۲۳ قضیو په څېړنه کې کره شواهد ترلاسه شوي دي.

کمبیل زیاته کړه هغه افراد به چې په غیر قانوني وژنو کې په لاس لرلو تورن دي، یوه نوي ځانګړي مفتش ته وروپېژندل شي.

د هغه په وینا د تورنو دغو ۲۵ سرتېرو یو شمېر یې تر اوسه په پوځ کې خدمت کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي

د کابل په کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې د برېښنا پايې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي.

د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده.

تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی.

د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

چارواکي: میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي

ارشيف، د افغان ځواکونو يوه پوسته

چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه په میدان ښار کې شوې.

ښاغلی مومند زياتوي: "د مرکز اړوند په پولاد خان سیمه کې زموږ په یوه پوسته کې دوو نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس یو کړی، دغې پوستې ته ننوتلي او زموږ ۷ تنه سرتېري یې شهیدان کړي او یو تن ټپي کړی دی."

ښاغلی مومند زیاتوي چې نفوذي کسان تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې ټول تجهیزات، وسلې او وسایل‌یې له ځان سره وړي دي.

د دې حملې مسؤلت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

د ملي اردو یو چارواکی: بغلان کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشيف، بغلان کې د افغان ځواکونو عمليات

د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې په بغلان ولایت کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په شمال کې د کمانډو لومړۍ لوا قوماندان، ډگروال صفي‌الله محمدي، نن رسنیو ته په یوه لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل، وسله‌والو طالبانو ته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دغه مرګ‌ژوبله په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې اوښتې ده.

ښاغلی محمدي زياتوي: "تر سلو ډېر تلفات لري. دوی له ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي. تېره شپه د تازه دمه ځواکونو له رسېدو سره د دوی مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده. که خدای کول زموږ عملیات به دوام لري."

بل‌خوا دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بغلان ولایت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په بغلان ولایت کې په وروستیو ورځو کې جګړې زیاتې شوي او تېره چهارشنبه بورکه ولسوالۍ هم د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغله.

د افغانستان ملي امنیت شورا: وسله‌والو طالبانو پر افغانانو بریدونه زیات کړي

ارشيف، يو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې پر افغانانو خپل بریدونه زیات کړي دي.

رحمت‌الله اندړ تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه‌دی وژل شوی، خو یوازې په یوه اوونۍ کې طالبانو پر افغانانو ۸۷۰ بریدونه کړي دي.

ښاغلي اندړ پوښتنه کړې، "دا کوم ډول جهاد دی چې يوازې د افغانانو پر خلاف روان دی؟"

د وسله‌والو طالبانو ویاندویانو که څه هم د ښاغلي اندړ د دغه بیان په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې د بریدونو د زیاتېدو مسؤل افغان دولت بللی و.

امریکا له افغانستانه د خوندي وتلو لپاره نورې بم غورځوونکې الوتکې ګمارلي

ارشيف، امريکايي «B-52» الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې نورې درانه بم غورځوونکې او جنګي جټ الوتکې ګمارلې دي.

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن دا خبره پرون پنجشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه.

ښاغلي استین ویلي: "تر یوې اوونۍ لږه موده کېږي چې له افغانستانه د سرتېرو وتل له پلان سره سم روان دي."

ده زیاته کړې چې پر نړیوالو پوځیانو تر اوسه کومه مستقیمه حمله نه‌ده شوې.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره شپږ «B-52» ډوله لیرې واټنه بم غورځوونکې او ۱۲ «F-18» ډوله الوتکې ګمارل شوې دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۱مې به دوام کوي.

ښاغلي میلي ویلي، د دغو ځواکونو د وتلو د پروسې له پیل راهیسې وسله‌وال طالبان هره ورځ د افغان دولت پر اهدافو په اوسط ډول د ورځې له ۸۰ تر ۱۲۰ حملې کوي.

جرمني د افغانستان سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه‌توب وکړ

جرمني کې د افغان سولې په اړه جوړه شوې غونډه

جرمني پرون د افغانستان د سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه و.

دې غونډې ته چې په برلین کې وشوه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د ناټو، ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ناروې او ایټالیا خاص استازي/سفیران ورغلي وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سکرتر میګوېل بِرګِر په خپل ټویټر لیکلي "په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ د همفکرانو ترمنځ د بحثونو او نږدې همغږیو دوام ډېر مهم دی."

د افغانستان د سولې په اړه داسې وخت دا غونډه شوې چې د مې په لومړۍ له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل شوي او تمه ده سپټمبر په ۱۱ پای ته ورسیږي.

په کور دننه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړې تر بل هر وخت زیاتې شوي.

د نعمت روان وژنې ته د امرالله صالح غبرګون: طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان خبریال نعمت روان د وژنې په غبرګون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي "طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ".

صالح نن سهار په خپل ټویټر دا خبره لیکلې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبان له ازادیو وېرېږي که هغه د بیان، فکر، انتخاب، ژوندانه یا د پوښتنې ازادي ده.

نعمت روان پرون د کندهار په ۱۴مه ناحیه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

طالبانو ویلي چې د روان په وژنه کې دوی لاس نه‌لري.

خو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر او د نعمت روان نږدې خپلوان دوا خان مینه‌پال د طالبانو ډله تورنوي چې له کلونو راهیسې په دغسې وژنو کې ښکېل دي.

نعمت روان پخوا له طلوع‌نیوز ټلوېزیون سره د خبریال او ویاند دنده مخته وړه او تازه په مالیې وزارت کې د مطبوعاتو امر ټاکل شوی و.

کونړ کې يو ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې په چاودنه کې ووژل شو

ارشیف، کونړ کې یو شمېر افغان ځواکونه

د کونړ په مرکز اسعداباد کې يو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په چاودنه کې وژل شوی دی.

دا خبره د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی مظلومیار وايي: "يو تن ځانمرګى چې غوښتل يې د ګڼې ګوڼې څخه په ډک ځاي کې چاودنه وکړي، هدف ته له رسېدو وړاندې ورسره چاودېدونکي موادو چاودنه کړې، خپله وژل شوى او يو بل کس چې ياد ځانمرګی يې د هدف په لور روان کړى و، نيول شوى."

د روژې په مياشت کې دا دوهم ځانمرګى دى چې کونړ کې هدف ته له رسېدو وړاندې پرې خپل چاودېدونکي مواد چاودنه کوي له‌منځه ځي او نور چاته په‌کې زيان نه‌رسېږي.

ینس سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

​په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی د ناټو عمومي منشي وايي چې دا ټلواله د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم د افغان ملي دفاعي ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز مأموریت د راوتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "د غوڅ ملاتړ مأموریت ختم له افغانستان سره زموږ د اړیکو د ختم معنی نه‌لري. دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس موږ ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو."

د ناټو عمومي منشي په عین حال کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې په هلمند او نورو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

د امریکا لوی درستیز: د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان کار نه‌دی شوی

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان‌یې کار نه‌دی کړی.

جنرال میلي دا څرګندونې تېره شپه د امریکا له دفاع وزیر لوید استېن سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې ښايي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام په کوم بل هېواد کې پیل شي.

له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شو او تمه ده چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به بشپړ شي.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي استېن خبریالانو ته وویل، د امریکايي ځواکونو له ملاتړ پرته ښايي افغان دفاعي امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ شي، خو هغه هیله څرګنده کړه چې داسې ونه‌شي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر: د نعمت روان وژنې سخت ټکان راکړی

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، د مالیې وزارت د مطبوعاتو د امر او د طلوع‌نیوز د پخواني ویاند نعمت روان وژنې سخت ټکان ورکړی دی.

راس وېلسن پر ټویټر په یوه بیان کې پر روان برید غندلی او د هغه له کورنۍ او دوستانو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

دا جګپوړی امریکايي ډیپلومات وايي، د رسنیو پر ضد روان تاوتریخوالی ډېر ناوړه کار دی. ښاغلی وېلسن زیاتوي چې پر رسنیو حملې باید سمدستي بندې شي.

نعمت روان پرون پنجشنبه په کندهار ښار کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو ووژل شو.

د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

طالبانو ویلي دي چې په دې وژنه کې دوی لاس نه‌لري.

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو بل پولیس ووژل شول

ارشیف، لوګر کې یو شمېر افغان ځواکونه

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عبدالله او یو بل پولیس له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل د لوګر په مرکز پل علم کې دا نښته د چهارشنبې په ماښام وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د عمر اباد سیمې پر پوسته برید وکړ.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د طالبانو له برید وروسته مرستندوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

د احمدي په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو هغه ونه‌ویل چې څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کابل کې د نشه‌یي موادو ۹ قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري یو شمېر نیول شوي کسان

په کابل ښار کې ۹ تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال ونيول شول.

له دې نهو تنو څخه اوو تنو يې نيت درلود چې نهه نيم کيلوګرامه هيروئين په سفري بکس او خېټو کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

دا قاچاق کوونکي له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د حساسو تحقيقاتو کارکوونکو نيولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل: "په يوه بل اقدام کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څلور نيم کيلوګرامه هيروئين ونيول او دغه ډول‌يې د نشه‌يي موادو دوه پلورونکي هم نيولي دي."

د سرپُل په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

ارشیف، د افغان پولیسو له لوري نیول شوي نشه‌یي مواد

د سرپُل ولايت پولیسو په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول.

د سرپل ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۱۵۳ کیلوګرامه هيروئين او ۶۹ کيلوګرامه ښیښه ونیول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور پنځه نفره نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې ۲۸۶ کیلوګرامه تریاک ونیول شول

ارشیف، نیول شوي یو اندازه نشه‌یي مواد

په نيمروز ولایت کې تر ۲۸۰ کيلوګرامه ډېر ترياک ونيول شول.

د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره ځانګړو پوليسو د ثور مياشتې پر ۱۴مه نېټه په زرنج ښار کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۲۸۶ کيلوګرامه ترياک د پولیسو لاس ته ورغلل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل: "په پام کې وه چې دا ترياک يوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړل شي."

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور څوک نه‌دي نيول شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG