د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

امریکا له افغانستانه خپل ۲،۰۰۰ سرتېري باسي


افغانستان کې امریکايي سرتېري
افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې تر دې چې له سپینې ماڼۍ څخه ووځي، له افغانستانه خپل ۲،۰۰۰ سرتېري باسي.

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په وخت تېره شپه ۱۲ بجې دا اعلان وکړ.

د امریکا متحده ایالات د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکموي.

تمه ده دا اقدام د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې دمخه چې جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کوي، ترسره شي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر مېلر د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته وویل چې له عراق څخه به هم ۵۰۰ عسکر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په دې سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته کمېږي او په عراق کې به له ۳،۰۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته کم شي.

د مېلر په خبره دا پرېکړه په افغانستان او عراق کې په بریالي او مسؤلانه ډول د جګړو د ختمېدو او خپل هېواد ته د امریکایي ځواکونو د بېرته ستنولو په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره منعکسوي.

د ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلي چې ولسمشر ټرمپ له خپلو خلکو سره کړې ژمنې عملي کوي.

اوبراین تېره شپه وویل، ولسمشر هیله‌مند دی چې تر مې میاشتې پورې ټول ځواکونه په بشپړ او خوندي ډول خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې اعلان څو ساعته دمخه وویل چې کابل او متحدین‌یې لا هم د ترهګرو له ګواښ سره مخامخ دي.

صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانستان د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د مشارکت پر اساس هڅه کوي چې دا هېواد د ترورېستانو پر پناه ځای بدل نه‌شي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "موږ اوس هم په ګډه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ یو. القاعده، طالبان او لسګونه نورې ډلې له بده مرغه لا هم په افغانستان کې حضور لري. د دې ډلې د بشپړ محوه کولو لپاره او دا چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په پناه ځای بدل نه‌شي، موږ دې مشارکت ته ژمن یو څو زموږ ګډې ګټې خوندي شي او ترورېستي ډلې هېڅکله ونه‌شي کړای له افغانستان څخه زموږ پر شریکانو برید وکړي."

صدیقي تېره شپه ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې ولسمشر اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست او هم د هغه هېواد د لوی درستیزانو کمېټې له مشر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ښاغلي صدیقي په خبره دواړو لورو د افغان ځواکونو څخه د امریکا متحده ایالاتو د معنی داره پوځي ملاتړ پر دوام خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ښایي دا تړون له افغانستان څخه د تر وخت مخکې وتلو په بدل کې لویه بیه پرې کړي.

نوموړي په یوې اعلامیه کې وویل چې افغانستان د نړیوالو ترورېستانو لپاره د یوه امن مکان د بیا بدلېدو له خطر سره مخامخ دی چې د ده په وینا له دې هېواد څخه په استفادې ښایي د ناټو غړو هېوادونو پر وړاندې بریدونه په‌کې طراحي او اجرا شي.

د سټولټنبرګ په خبره امکان لري، داعش ډله، په عراق او سوریې کې خپل مات شوی خلافت بېرته په افغانستان کې جوړ کړي.

د جرمني دفاع وزیرې هم د سې شنبې په ورځ ویلي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه هر ډول پرېکړه باید د شرایطو په پام کې نیولو سره وشي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې انه ګرت کرامپ کارانباوېر دغه‌راز ویلي چې هغه پایلې چې د سولې مذاکراتو څخه‌یې تمه کېده، لا تر اوسه نه‌دي ترلاسه شوي.

د امریکا د سنا مجلس د اکثریت مشر مچ مک‌کانل د نومبر پر ۱۶مه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر چټکولو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ د دې طرحې په غبرګون کې سنا مجلس ته وویل: "تر وخت دمخه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو عواقب به ښایي تر هغه بد وي چې دغه ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې د اوباما د ادارې پر مهال له عراقه ووتل. هغه اقدام چې د اسلامي دولت ډلې د جوړېدو او د نړیوال ترورېزم د یوې نوې مرحلې د پیل سبب شو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې له مخې که دا ډله پر خپلو ژمنو ودرېږي، امریکایي سرتېري به د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي.

له نورو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول له ا لقاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د دې موافقې اساسي برخه ده.

خو د امریکا دفاع وزارت او د ملګرو ملتونو سازمان وایي طالبان په هند کې له القاعده شبکې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی، طالبانو بیا دا تور رد کړی.

XS
SM
MD
LG