د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

کندز چارواکي: د جرمني ځواکونو وتل د جګړې پر ليکو اغېزه نه کوي


ارشیف، په افغانستان کې جرمني سرتیري
ارشیف، په افغانستان کې جرمني سرتیري

د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، له افغانستانه به د جرمني ځواکونو وتل د جګړې پر لیکو مستقیم اغېز ونه لري.

رویټرز خبري اژانس په خپل يو تازه راپور کې ویلي چې جرمني په کندز ولایت کې د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي دي.

کندز د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې د رسمي راپورنو پر بنسټ لا هم د جګړې لیکې په کې تودې او له دې وړاندې دوه ځله د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

رویټرز په خپل راپور کې د جرمني د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ د ویاند له قوله لیکلي، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو خبرو پورې چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه کړې وې اړه نه لري او په خبره يې دا پرېکړه د غوڅ ملاتړ ماموریت لخوا په کابل کې د اوړي په وروستیو کې پلان شوې وه.

د جرمني ځواکونو ویاند ویلي چې یاد هېواد د خپلو ځواکونو ایستلو لړۍ د کندز ولایت څخه د نږدې ۱۰۰ سرتېرو په ایستلو پيل کړې ده.

هغه دا هم ويلي، که په راتلونکي کې کندز ولایت کې پوځي سلاکارانو ته اړتیا پیدا شوه نو دوی به په مزار شریف کې مېشت زرګونو جرمني ځواکونه هلته د مشورې په موخه واستوي.

په راپور کې په ښکاره توګه نه دې ویل شوي چې دغه ۱۰۰ جرمني سرتېري به د مزار شریف نظامي اډې ته او که له افغانستان څخه بهر ولېږدول شي.

آرشیف، په افغانستان کې جرمني سرتیري
آرشیف، په افغانستان کې جرمني سرتیري

په ورته وخت کې د کندز ولایت امنیه قوماندان حق نواز حق یار وايي، که څه هم جرمني له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی خو د یاد ولایت د امنیت ټينګښت د افغان امنیتي ځواکونو پر غاړه دی.

هغه زياتوي: "ستاسو ملي او دفاعي بنسټونه، هغه که ملي اردو ده او که پولیس ټولو په ګډه له خپلې خاورې دفاع کړې او کوي يي، تر ننه هر عملیات چې ترسره شوی او یا یې هم ترسره کوو په مستقله توګه او د خلکو په مرسته مو ترسره کړي دي."

کندز ولایت جرمني ځواکونو ته ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې د رسمي شمېرو له مخې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په کندز ولایت کې د یاد هېواد سرتېرو ډېره مرګ ژوبله درلوده.

له دې وړاندې د جرمني د دفاع وزیرې انګریټ کرامپ کارن بایر هم د سې شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې یاد هېواد غواړي په نږدې راتلونکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو جزییاتو په اړه پوه شي، څو روښانه شي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له کومو برخو خپل ځواکونه باسي، او د دوی د ځواکونو کمښت به د جرمني ځواکونو پر ماموریت څه اغېز ولري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ،
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ،

له دې سره د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ ناوخته د جینيوا په ناسته کې وویل چې دوی به د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه په یاد هېواد کې د ناټو ځواکونو حضور په منظم ډول تنظیم کړی.

خو په خبره يې د دوی ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ، مشورې ورکولو او د روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ښاغلي سټولټنبرګ ژمنه کړې ، چې دوی به تر ۲۰۱۴ زېږديز کاله پورې د افغان امنیتي مالي ملاتړ ته دوام ورکړې.

هغه زياتوي: "د افغانستان د نارینوو او ښځو له مېړانې او عزم نه او همدا شان زموږ د ځواکونو مېړانه او د ډېرو هېوادونو او سازمانونو سخاوت نه مننه، چې اوږده لاره یې وهلې ده ،افغانان نه غواړي بېرته شاته وګرځي، موږ په یو حیاتي پړاو کې یو او نه باید موږ خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو، موږ اجازه نه ورکوو، چې افغانستان یو ځل بیا نړیوالو ترهګرو په ځالې بدل شي.

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ځواکونو وروسته جرمني ډېر عسکر لري.

د رويټرز د راپور پر بنسټ اوسمهال افغانستان کې ۱۲۰۰ جرمني سرتېري مېشت دي.

دا هېواد په داسې حال کې کندز کې د خپلو سرتېرو د کمولو خبره ورکوي، چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر مياشتې پورې به افغانستان د خپلو ځواکونو شمېر دوه زره پنځه سوو ته را کم کړي.

XS
SM
MD
LG