د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ناټو: له کندزه د جرمني سرتېرو د اېستلو پرېکړه د ښې ګټې اخېستنې په پار شوې


ارشیف، په کندز کې جرمني سرتيري
ارشیف، په کندز کې جرمني سرتيري

وروسته له هغې چې له کندزه د جرمني سرتېرو د وتلو راپورونه خپاره شول، د ناټو یوه چارواکي ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه د یادو ځواکونو د ښې او ګټورې ګټې اخېستنې په هدف شوی دی.

د ناټو دغه چارواکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم يې واخېستل شي وايي، دغه اقدام له وړاندې د پلان شوي پروګرام پر اساس شوی چې له مخې به يې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مشورې ورکوي، زده کړې به ورکوي او دوی به تجهیزوي.

د ناټو دغه چارواکي د افغانستان په ثبات کې د جرمني سرتيرو رول مهم او ګټور بولي او وايي: "ټول دغه اصلاحات او د ځواکونو ځای پر ځای کېدل له ګډو متحدینو سره په بشپړې همغږۍ او مشورې ترسره شوي دي."

جرمني د کندز له پوځي اډې نه د خپلو سلو سرتیرو ایستل پيل کړي دي.
جرمني د کندز له پوځي اډې نه د خپلو سلو سرتیرو ایستل پيل کړي دي.

د ناټو دغه چارواکی له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې یاد جرمني سرتیري به چېرته واستول شي، په بلخ کې د جرمني سرتېرو پوځي اډې ته او که له افغانستانه بهر؟

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د جرمني د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ د ویاند له قوله راپور ورکړی و چې دغه هېواد د کندز له پوځي اډې نه د خپلو سلو سرتیرو ایستل پيل کړي دي.

نوموړي ویلي، که په راتلونکي کې د دوی ځواکونو ته د مشورې ورکولو په برخه کې اړتیا پیدا شوه، د بلخ له پوځي اډې به يې یاد ولایت ته واستوي.

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډيو سره په خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جرمني سرتېرو مشورې او زده کړو رول مهم وباله.

ښاغلي مرادي زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې په دې ولایت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه عملیات پر مخ وړي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي

ښاغلی مرادي وايي:"په وروستیو کې چې وسله والو مخالفینو د کندز په خان اباد، امام صاحب، دشت ارچي او دغه شان د کندز ښار په شااوخوا سیمو حملې کړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه ډله په شا تمبولې، افغان ځواکونه په کندز کې د هر ډول امنیتي ګواښ د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري."

له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي وو چې د جرمني دغه پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو خبرو پورې چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه کړې وه اړه نه لري او په خبره يې دا پرېکړه د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په کابل کې د دوبي په وروستیو کې پلان شوې وه.

هاخوا د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي باور لري چې له کندزه د جرمني عسکرو ایستل د امریکايي ځواکونو د کمولو په پرېکړې پورې اړه لري.

د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي
د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي

ښاغلی عاصي وايي: "له کندزه د جرمني سرتيرو ایستل مستقیماً له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د کمښت پورې اړه لري ځکه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د ناټو د پوځيانو پياوړی لوژیستیکي او هوايي ملاتړي دي، د دوی په کموالي سره ملاتړ کمېږي او د ناټو نور غړي هېوادونه د خپلو ځواکونو کوچني پوځي هډې پرېږدي او په لویو بېزونو کې ځای پرځای کېږي."

له دې وړاندې د جرمني د دفاع وزیرې انګریټ کرامپ کارن بایر هم د سې شنبې په ورځ ویلي و چې یاد هېواد غواړي په نږدې راتلونکي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر جزئیاتو پوه شي، څو روښانه شي د امریکا متحده ایالات د افغانستان له کومو برخو خپل ځواکونه باسي او د دوی د ځواکونو کمښت به د جرمني ځواکونو پر ماموریت څه اغېز ولري؟

په همدې حال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وړمه ورځ ناوخته د جنيوا په ناسته کې وویل چې دوی به د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه په یاد هېواد کې د ناټو ځواکونو حضور په منظم ډول تنظیم کړی، خو په خبره يې دغه ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ، مشوره ورکولو او د روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ ژمنه کړې چې دوی به تر ۲۰۲۴ زېږديز کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو وار بیا د نړیوالو تروريستانو په خوندي پټنځایونو بدل شي.

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ځواکونو وروسته جرمني ډېر عسکر لري. د رويټرز د راپور پر بنسټ اوس مهال په افغانستان کې ۱۲۰۰ جرمني سرتېري مېشت دي.

دا هېواد په داسې حال کې په کندز کې د خپلو سرتېرو د کمولو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر مياشتې پورې به امریکا د خپلو ځواکونو شمېر دوه زره پنځه سوو ته را کم کړي.

XS
SM
MD
LG