د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

فوزیه کوفي: د دوحې هوکړې طالبانو ته سیاسي هویت ورکړی دی


په قطر کې طالب پلاوی د سولې د خبرو په غونډه کې
په قطر کې طالب پلاوی د سولې د خبرو په غونډه کې

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې درې میاشتنۍ خبرې په دې وروستیو کې د افغانستان په رسنیو کې د بحث ګرمه موضوع ده.

د افغانستان د دولت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیي کوفي له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکې کې دا خبرې له ستونزو ډکې، خو هیله بښونکي وبللي.

د دې مذاکراتو پایلې د خبرو اترو د طرزالعمل جوړېدل وو چې یوه سریزه، د اصلي خبرو لپاره څلور مورده او ۲۱ مادې لري او په اړه یې بحثونو څو میاشتې وخت ونیوه.

د سولې د تېرو خبرو له پایلو خوشبینه یم، د بریا لامل یې د ښځو حضور دی

فوزیه کوفي د مذاکراتو د ستونزمنو مواردو په اړه وایي چې د دوحې هوکړه د خبرو په طرزالعمل کې د مذاکراتو د یوه اصل په توګه منل شوې، د افغان دولت پلاوی لومړی هغه د خبرو د اساس په توګه نه مني، بلکې د طالبانو د غوښتنې په توګه منل شوې.

مېرمن کوفي وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې، طالبانو ته سیاسي هویت ور بښلی دی: "د دوحې د تړون بحث د طالبانو سیاسي هویت دی. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا زموږ ټینګار دا وو چې سیاسي هویت، د افغانستان د خلکو غوښتنه او له ډېرو کلونو راهیسې د سولې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ژمنه وه او دا باید انعکاس پیدا کړي. "

د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي
د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي

فوزیه کوفي وایي چې د مذکراتو په طرزالعمل کې د خبرو یوه خوا هم نه ده تعریف شوې او د مذاکراتو دواړه خواوې بلل شوي دي.

خو د افغان دولت په مذاکراتي پلاوي کې سرچینې له دې وړاندې ویلي چې په یوه جلا سند کې چې ناروې او دوو نورو هېوادونو هم لاسلیک کړی، افغان دولت د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبان د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم یاد شوی، هغه موضوع چې مېرمن کوفي یې ردوي.

د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي دغه راز وایي چې د مذاکراتي ټیمونو له خوا هېڅکله د مؤقت دولت او اسلامي امارت موضوع نه ده مطرح شوې او په دې اړه خپاره شوي راپورونه، نا سم دي.

د خبرو په طرزالعمل کې د طالبانو جنګ (جهاد) نه دی یاد شوی.

هغه وایي چې د طالبانو ټینګار په اسلامي نظام دی او دا د هغوی له خوا هم د بحث وړ موضوع ده.

مېرمن کوفي وایي چې د خبرو په طرزالعمل کې د طالبانو جنګ (جهاد) نه دی یاد شوی بلکې یوازې جګړه او نزاع بلل شوې: "هو دا خبره څو ځلي مطرح شوه خو داسې کلمې وکارول شوې چې حساسیت پارونکي نه وې. لکه بحران، نزاع او نه جهاد."

د افغان دولت د مذاکراتي ټیم دا غړې وایي چې د سولې د خبرو بل پړاو به د مرغومې په شپاړسمه نېټه په قطر کې پیل شي او د افغانستان په داخل کې د خبرو دوام یوه غوښتنه ده چې امنیتي وضعیت ته په کتو امکان نه لري.

د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې د سېپټمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه په دوحه کې پیل شوې او نږدې درې میاشتې یې دوام وکړ.

په دې موده کې دواړه خواوې د سولې د اصلي خبرو پر طرزالعمل هوکړې ته سره ورسېدل او ټاکل شوې چې تر یوې اوونۍ پورې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG