د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۴

خلیلزاد: افغان حکومت او طالبان دې اوربند او سیاسي هوکړې ته هڅې دوه برابره کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو تاوتریخوالي او هدفي وژنو چې مسوولیت یې هم څوک نه مني، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اندېښمن کړی.

زلمي خلیل‌زاد دا ډول پېښې د سولې روان بهیر لپاره ګواښ بللی.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ډول قتلون او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي. "

زلمي خلیل‌زاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او دوی هم چمتو دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

په ښکاره زلمي خلیل‌زاد دا څرګندونې په کابل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د اجرائیه رئیس یوسف رشید او په کاپیسا کې د مدني فعالې فرشته کوهستانۍ له وژنو وروسته کړي.

که څه هم د دې وژنو مسوولیت څوک نه مني، خو افغان حکومت یې تر ډېره پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي، ولې طالبان دا ادعا ردوي.

د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او یوې سیاسي هوکړې ته د لاس‌رسي غوښتنه یوازې د امریکا په ځانګړي استازي پورې محدوده نه ده، بلکې تازه د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه علماوو سازمان رئیس یوسف کالا هم له ولسمشر غني سره په کتنه کې له طالبانو د تاوتریخوالي پای ته رسول غوښتي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ښاغلي کالا ویلي، اندونیزیا غواړي د یوه ستر اسلامي هېواد په توګه د افغانستان د سولې په پروسه مرسته او همکاري وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، یوسف کالا همدا ډول دغه شان د سولې خبرو د کوربه‌توب او په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړېدو ته چمتووالی ښودلی.

دی وايي: "دوی په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون د یوه کنفرانس د جوړېدو لپاره چې د افغانستان د سولې بحث او خبرې وکړي، چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، اندونیزیا چمتو ده چې د سولې خبرو د یوه پړاو کوربه‌توب وکړي. "

د محمدیه علماوو سازمان رئیس د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره په کتنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د منځګړتوب غوښتنه هم کړې.

په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له غړو سره د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا لیدنه
په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له غړو سره د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا لیدنه

که څه هم افغان حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو طالبان بیا وايي، ټولو هغو هڅو ته د قدر په نظر ګوري چې له مخې یې د افغانستان ستونزه پای ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "اندونیزیا یو مهم او پر نفوسه اسلامي هېواد دی او دوی ورسره نږدې او ښې اړیکې لري، خو د مذاکراتو لپاره د ځای ټاکل د دواړو ټیمونو په هوکړه ټاکل کېږي. "

اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي، ځکه افغانان سوله غواړي.

د تاوتریخوالي د پای او اوربند غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې تمه ده ۱۰ ورځې وروسته د افغانستان دولت او طالبانو پلاوي بیا سره په دوحه کې د سولې خبرې پیل کړي.

هغه خبرې چې دواړه لوري یې مهمې او د سولې خبرو اصلي منځ‌پانګه بولي، خو له دې ټولو سره-سره په افغانستان کې جګړې زور اخېستی او ورځ تر بلې د نامعلومه کسانو له‌خوا د افغانستان مطرح څېرې، خبریالان او مدني فعالان په نښه کېږي، هغه پېښې چې په ځان پسې ډېر اندېښنې او شکونه زېږوي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG