د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

پاکستان: اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د افغان سولې په اړه زموږ د تګلارې برخه ده


په اسلام اباد کې طالب پلاوی له صدراعظم خان سره . December 18, 2020
په اسلام اباد کې طالب پلاوی له صدراعظم خان سره . December 18, 2020

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي دوه ورځنی سفر له عمران سره په لیدنه پای ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ چوهدري پرون جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) یوه کنفرانس ته وویل چې دا سفر د افغان سولې په اړه د پاکستان د تګلارې یوه برخه وه.

دی وايي: "د دغه سفر پر مهال د طالبانو پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او هم یې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل. د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستان د تګ لارې یوه برخه ده چې غواړي د بین الافغاني خبرو د منځګړیتوب په لید د افغانستان د سولې په پروسه کې ټولو خواو ته ورسېږي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالب پلاوي هرکلی کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالب پلاوي هرکلی کوي

د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر هم په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي خان له طالب پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له دواړو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالی راکم او اوربند ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د ډسمبر په شپاړسمه اسلام اباد ته رسیدلی و.

د صدراعظم خان د دفتر بیان کې زیاته شوې چې د (جګړې) دواړه لوري باید داسې فرصت رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې سوله راشي او پرېنه ږدي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي چې له عمران خان سره په لیدنه کې د افغان کډوالو، پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ، په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وشوې.​

که له یوې خوا پاکستان د افغان سولې د پروسې د منځګړي او اسانچاري امتیاز د ځان بولي دا ګواښ هم کوي چې ځینې کړۍ دا پروسه تخریبوي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا وار د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ چوهدري هند تورن کړ او ویې ویل چې که هند له پاکستان سره جګړه وکړي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنوي: "د پاکستان او هندوستان تر منځ هر ډول پوځي شخړه به په افغانستان کې د سولې راتلونکي ته جدي زیان ورسوي چې د هغې لپاره به ټول مسؤلیت د هند په غاړه وي."

ښاغلي چوهدري دا خبرې د جمعې د ورځې د مطبوعاتي کنفرانس په پیل کې وکړې چې ډېره برخه یې د ده په خبره په کشمیر کې د هند له خوا د اوربند د ماتولو مسئلې ته ځانګړی و.

هندي چارواکو د چوهدري د جمعې ورځې د خبرو ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستاني سیال وزارت د دې اندېښنې په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې افغان چارواکو د پاکستاني مقاماتو دا دریځ او څرګندونې رد کړې وې چې د افغانستان د جګړې او لانجې هواری یې د کشمیر د لانجې په هواري تړلی باله.

د افغانستان حکومت په تېره بیا جمهور رئیس غني کابل ته د عمران خان په وروستي سفر کې له هغه د افغان سولې په پروسه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG