د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

د ناروې او کاناډا سفارتونه: لا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده


یوه افغانه ښځه د بمي چاودنې په ځای کې چیغې وهي کله چې د دسمبر په ۱۵مه په کابل کې چاودنه شوې وه
یوه افغانه ښځه د بمي چاودنې په ځای کې چیغې وهي کله چې د دسمبر په ۱۵مه په کابل کې چاودنه شوې وه

په کابل کې د ناروې او کاناډا سفارتونه وایي، سره له دې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو ورځ تر بلې د تاوتریخوالي کچه لوړېږي.

  • د افغانستان په اړه د ناروې اندېښنه

د ناروې سفیر اولي انډریز په کابل کې د ښځو له لوري د سولې په تړاو په جوړه شوې ناسته کې ټینګار وکړ چې لاهم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.

دی وايي: "د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی دی چې افغانستان کې په لوړه کچه تاوتریخوالی د سولې پر پروسې باور کمولی شي، موږ د خلکو د ژوند ژغورلو او عامه باور ساتلو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوو."

د ناروې ملي بیرغ
د ناروې ملي بیرغ

دی ټینګار کوي که طالبان اوربند وکړي د سولې پيل شوې خبرې به مثبتې پایلې ورکړي.

د ناروې سفیر وایي، د راتلونکې کال د جنورۍ تر پنځمې چې د مذاکراتو د دوهم پړاو د پیل نېټه ده، د دواړو لورو پلاوو لپاره ښه فرصت دی چې د راتلونکو مذاکراتو لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

  • د افغانستان په اړه د کاناډا اندېښنه

په دغه ناسته کې د کاناډا سفارت لومړي سکرټر ویشال کپور هم اندېښنه وښوده چې په وروستیو کې په افغانستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې په ډېرو هغو کې یې ژورنالېستان په نښه شوي دي.

  • د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه

په کابل کې د اروپايي اتحادیې د پلاوي مرستیال ارناوت پاولز هم وویل چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

ښاغلي پاولز زیاته کړه چې افغان حکومت دې د سولې په برخه کې له رامنځته شوېو فرصتونو لا ګټه واخلي، څو د پایدارې سولې لپاره زمینه برابره شي.

  • د طالبانو غبرګون

طالبانو د تاوتریخوالي او د دغو بهرنیو هېوادونو د استازو د څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ازادي راډيو ته د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له لوري د تېر پرتله عملیات کم شوي دي.

  • په افغان سوله کې د مېرمنو رول

بل خوا د سولې په برخه کې د افغان ښځو د پیاوړتیا موسسې غړې لیمې انوري چې دغه ناسته د دوی له لوري جوړه شوې وه، اندېښنه وښوده چې د سولې مذاکراتو د تړلو دروازو تر شاه کېږي او افغان ښځې یې په اړه معلومات نه لري.

نوموړې وايي: "ښځې د برابرو وګړو په توګه د هېواد د ټولو چاور په برخه کې د نظر ورکولو حق لري، له ښځو نه یوازې د هغوی د حقونو په اړه یې بلکې د هېواد د ټولو چارو په برخه کې باید ترې نظر واخېستل شي، افغان دولت باید له نورو اسلامي هېوادونو زده کړي چې څنګه یې د ډیموکراسۍ او اسلام تر منځ د توازن ساتلو مدیریت کې بریالۍ وه، پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره د ټولنې په کچه او د شخړو د مخنیوي لپاره باید د مصالحې مېکانېزم جوړ شي."

بل خوا د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني هم له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له سولې وروسته د ښځو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې.

د هېواد لومړۍ مېرمنه بي بي ګل رولا غني
د هېواد لومړۍ مېرمنه بي بي ګل رولا غني

مېرمن غني ویلي چې که مؤقت حکومت جوړ شي اساسي قانون په خبره یې هغه قانوني سند چې د افغانستان د ښځو د برابرۍ ملاتړ کوي بدل به شي چې بیا به د ښځو ملاتړ له منځه لاړ شي.

خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د ښځو په دغه ناسته کې وویل چې د سولې په پروسه کې به ځوانانو، ښځو او اقلیتونو په ګډون ټولو قشرونو ته ونډه ورکول کېږي.

په افغانستان دننه د سولې په اړه دغه ډول څرګندونې او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له شااوخوا درې میاشتو خبرو وروستو د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو دمه کړې او د افغان دولت مرکچي پلاوی افغانستان ته راستون شوی.

همداراز د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG