د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ولسي جرګه د سولې په اړه د افغان حکومت مرکچي پلاوی خپلې غونډې ته ورغواړي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې به طالبانو سره د سولې په اړه د ترسره شوېو خبرو په اړه، د معلوماتو شریکولو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی د جرګې عمومي غونډې ته را وغواړي.

د دې جرګې رئیس میرحمان رحماني د دوشنبې (د لېندۍ ۲۴مه )په ورځ د موضوع په اړه د وکیلانو تر ازاد بحث وروسته وویل:"د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکه کوونکي پلاوي په اړه چې باید د مذاکرې پایلې له جرګې سره شریکې کړي او دغه شان راتلونکې اجنډا څه ده په دې اړه به اداري پلاوی پرېکړه وکړي او دا موضوع په اجنډا کې شامله شي، څو پلاوی تالار ته راشي او راپور ورکړي."

د ولسي جرګې د نن ( دوشنبه) ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو انتقادونه وکړل چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی له نوي ورځو خبرو اترو وروسته تش لاس کابل ته راستنېږي.

د ولسي جرګې رئیس میرحمان رحماني
د ولسي جرګې رئیس میرحمان رحماني

دوی طالبان هم تورن کړل چې سوله نه غواړي، ځکه د دوی په وینا ورځ تر بلې دغه ډله په افغانستان کې تاوتریخوالی زیاتوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازو هم د دوشنبې په ورځ په یوې خبرې غونډه کې د حکومت له مرکچي پلاوي وغوښتل چې طالبانو سره د سولې د شوېو خبرو په اړه خلکو ته بشپړ معلومات ورکړي.

دوی چې "د سولې په پروسه کې د خلکو د نظریاتو شبکه" په نوم یو بنسټ رامنځته کړی

وايي چې خلک په مذاکراتو کې د ځنډ له امله اندېښمن دي.

د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار بنسټ یوه مسوول شاه محمود مل دې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل: "مذاکره کوونکی پلاوی یوازې په دې درې میاشتو کې په دې وتوانېده چې د مذاکراتو د طرزالعمل مواد وروستي کړي، اصلاً د سولې مذاکرات لا تر اوسه پیل شوي نه دي چې دا یو ډول د عامه ذهنیتونو انحراف دی، دواړه مذاکره کوونکي ټیمونه د دې پر ځای چې عامه افکار واړوي باید خلکو سره مسولانه او بشپړ معلومات شریک کړي."

د دې شبکې غړي وايي چې د سولې د خبرو په اړه د یو شمېر ځوانانو نظرونه راټول کړي دي.

دوی وايي، ټول په یو غږ اوربند ، د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړونو خوندیوب، د سولې د هوکړو پلی کېدل، د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ او په دې برخه کې له خلکو سره د معلوماتو شرېکېدل غواړي،خو دغه شبکه د دغو ځوانانو د شمېر په اړه څه نه وايي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ټاکل شوې چې د افغان دولت مذاکره

کوونکی پلاوی د سولې د خبرو د اجنډا په اړه له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره سبا کابل ته راشي.

د ملي مصالحې د شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې د شورا ویاند فریدون خوځون

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل: "ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د مشورو او بحثونو په اړه هېواد ته سفر وکړي، د اجنډا په اړه لومړني یاداشتونه تبادله شوي دي، د مذاکراتو دوهم پړاو به د راتلونکې میلادي کال د جنوري په ۲۵ مه پیل شي."

مخکې تر دې د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبي سرابي هم کابل ته د پلاوي د راستنېدو په اړه ویلي و، خو دقیق وخت یې نه و ښودلی.

د افغان دولت د سولې دغه ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر درې میاشتو خبرو ورسته چې د وږي په ۲۲ مه نېټه پیل شوې وې کابل ته راستنېږي.

د معلوماتو له مخې په دغه موده کې یوازې د خبرو په کړنلاره هوکړه شوې او په اجندا هم خبرې شوي چې اوس یې په اړه دواړه خواوو مشورو ته وخت بیل کړی.

XS
SM
MD
LG