د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د سولې خبرې؛ پومپیو: که تاوتریخوالی روان وي مذاکرات به پایله ونه لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ويلي چې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي اوسنۍ کچه دومره زیاته ده چې د منلو وړ نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ويلي چې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي اوسنۍ کچه دومره زیاته ده چې د منلو وړ نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د افغانستان د سولې لپاره په قطر کې په خبرو بوخت د افغان حکومت او طالبانو پلاویو ته یې ویلي چې که د خبرو اترو پر مهال تاوتریخوالی روان وي نو مذاکرات به نتيجه ونه لري.

نوموړي د جمعې په ورځ (د ليندۍ په۱۴مه) د بحرین په پلازمېنه، منامه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټیوټ په انټرنیټي غونډه کې وويل: "په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو لوړه ده. موږ باید د تاتریخوالي د کچې پر ټيټولو خبرې وکړو. زه خوشبینه یم. دوه اوونۍ مخکې زه په دوحه کې وم او د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراچي ټیمونو سره مې وکتل. ما دوی ته ښکاره وویل چې د مذاکراتو پر مهال باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه دوام ونه کړي ځکه خبرې به نتیجه ورنه کړي."

ده هیله څرګنده کړه چې د مذاکراتو لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې دوه ورځې مخکې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراچي ټيمونو په دوحه کې توافق وکړ چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف به مذاکراتو ته دوام ورکړي.

همدا راز د جمعې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني هم هیله څرګنده کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ وشي او راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وايي راتلونکی ۲۰۲۱ کال د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وايي راتلونکی ۲۰۲۱ کال د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.

محمد بن عبدالرحمان الثاني د جمعې په ورځ (د ليندۍ په۱۴مه) د ايټالیا د مدیترانه کلنۍ غونډې ته په وینا کې وويل:"د افغانستان د سولې په برخه کې د دواړو مذاکراچي ډلو تر منځ په تېرو څو ورځو کې پرمختګ لیدل شوی دی او موږ هیله لرو چې د روان میلادي کال تر پایه به نور پرمختګ هم ووینو. موږ همدا راز هیله لرو چې ۲۰۲۱میلادي کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي چې سوله او ثبات راولي."

د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې پر کمښت یا پای کوم اغېز نه لري

ښاغلي عبدالرحمان الثاني زیاته کړه چې د سولې د مذاکراتو له کوربتوبه د قطر هدف دا دی چې د افغانانو لپاره هر څومره ژر ممکن ثبات رامنځته شي او قطر به د دې هدف لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټينګار کړی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي وروستي پيغام کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې پر کمښت یا پای کوم اغېز نه لري، بلکې هر کله چې دواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته ورسیږي، جګړه به پای ته رسېږي.

په قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې په ورځ د اجنډا په جزئیاتو او سرلیکونو هر اړخیز بحثونه پیل کړي.

په قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي
په قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي

افغان حکومت او طالبانو په سېپټمبر مياشت کې په قطر کې خبرې پېل کړې وې. د دې خبرو په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم خپلو سفرونو ته دوام ورکړی.

د ښاغلي خلیلزاد وروستی سفر د ډسمبر په درېيمه او څلورمه ترکیې ته وو. د جمعې په ورځ د ډسمبر په څلورمه په ترکیه کې د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. تر دې وروسته به خلیلزاد قطر ته ځي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG