د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د جنیوا غونډه؛ افغانستان سره تراوسه د ۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وشوې


د جنیوا غونډه
د جنیوا غونډه

په جنیوا کې د افغانستان نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د راتلونکي څلورو کلونو په مخه د نویو مرستو ژمنې وکړې او د مرستو د اعلانولو دغه لړۍ روانه ده.

د افغانستان د مالېي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي شېبه مخکې وویل چې نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) تر غرمې مخکې نړیوالو له افغانستان سره د نژدې ۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وکړې او د ټولو مرستو اندازه به تر غرمې وروسته معلومه شي.

ښاغلي مسجدي وویل چې تر اوسه د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوال بانک په ګډون د افغانستان یو شمېر سترو مرستندویانو د کېدونکې مرسته اندازه نه ده اعلان کړې او د نن ورځې تر پایه به یې د مرستې د ژمنو اندازه معلومه شي.

د افغانستان د مالېي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د افغانستان د مالېي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

د جنیوا په کنفرانس کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او د شااوخوا ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی دی.

نن د دغه کنفرانس دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کنفرانس ګډونوالو ته د وینا په یوې برخه کې هم له افغانستان سره د نړیوالو د ملاتړ دوام مهم وباله او ویې ویل چې مالي مرستې زموږ د نژدې راتلونکي د پرمختیا لپاره ډېرې مهمې دي چې دوام ومومي.

اشرف غني له نړیوالې ټولنې د اړتیا وړ ملاتړ او د لازمو تخنیکې مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به د چارو په لا اغېزمنولو کې ورسره مرسته وکړي او هغه به د رغونکې همکارۍ په چوکاټ کې د نتیجو پر اغېزمنتوب متمرکزې وې.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ښاغلي غني زیاته کړه: " زه ډاډه یم زموږ د ګډو هڅو په نتیجه کې به موږ وکولای شو چې په څرګنده د افغانستان لپاره یو مثبته، هوسا، په خپل ځان بسیا او سوله ییزه راتلونکې ولرو."

هم د یوه خپلواکه او ډیموکراټیک افغانستان د جوړولو لپاره د نړیوالو د مرستو دوام مهم وباله او د خبرو په یوه برخه کې یې په ضمني ډول طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړ چې باید په دې هېواد کې د تیرو نژدې شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي که نه هغه به د نړیوالو د همکارۍ پر ژمنو اغېز وکړي.

ښاغلي بوریل: "موږ غواړو چې د یوه خپلواکه، متحد او ډیموکراټیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړو. داسې افغانستان چې سوکاله او په خپل ځان بسیا وي. راتلونکی افغانستان باید له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته ډیموکراټیک او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخو کې شوي پرمختګونه خوندي کړي، لکه څنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټینګار کړی د اسلامي امارت د بېرته جوړولو لپاره هره هڅه به زموږ سیاسي او مالي همکاري اغېزمنې کړي."

د اروپایي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزف بورېل
د اروپایي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزف بورېل

افغان ولسمشر اشرف غني هم پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان نن د تاریخ په یوه حساسه مرحله کې دی او سوله یې ستر لومړیتوب دی، خو هغه زیاته کړه چې د سولې لپاره یې بیا-بیا قرباني ورکړې، د طالبانو له پنځو زرو زیات بندیان یې خوشې کړي، خو طالبانو بیا هم خپلو شخړو ته دوام ورکړی دی.

هغه وویل، له دې سره- سره دی یو ځل بیا ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په ټینګه ژمن دی، مذاکراتي ټیم یې په دوحه کې دی او خبرو ته به دوام ورکړي.

اشرف غني وویل، باید شخړې پای ته ورسېږي چې زموږ ژوند یې اغېزمن کړی او له ماشومانو یې خوښي اخېستې ده.

هغه یو ځل بیا د سمدستي اوربند غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل: "موږ بیا پر هغې غوښتنې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي جوزېف بورېل د سمدستي اوربند لپاره کړې ده، ټینګار کوو."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ټولنه کې د سترو بدلونونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانانو له غوښتونو سره سم په ټولنه کې دغه بدلونونه راغلي او هغه بشپړه بدله کړې.

ښاغلي غني په تېره بیا په ټولنه کې د ځوان نسل د فعال ګډون یادونه وکړه او ویې ويل، تېره اوونۍ، یې ډېر د خوشحالی او حیرانتیا احساس وکړ چې کله یې د ډیموګرافیک یا د نفوس د څرنګوالي د وروستیو شمېرو راپور چې د احصایي او معلوماتې ادارې له خوا خپور شوی و، ولوست.

ښاغلي غني وویل، د دغه راپور له مخې نن زموږ د نفوس ۷۴،۶ سلنه تر ۳۰ کلونو لاندې نسل دی او یو زیات شمېر، په سلو کې ۴۸،۵ هم له ۱۵ کلونو لاندې عمرونه لري. زموږ د نفوس تقریباً نیمایي یې په ځوانه ډیموکراسۍ کې زیږیدلي او را لوی شوي. دوی د تېرو د زوړ نسل څخه په راپاتې اختلافاتو برلاسي شوي او زموږ په ډیموکراسۍ کې یې ګډ غږ او هدفونه موندلي دي.

دی وايي: "زموږ ځوانانو د بیان ازادي خپله کړې او په سیمه کې یې د نړۍ د بیان یوه بې سارې ازادي جوړه کړې ده. زموږ ځوانانو د خپلو رایو په ورکولو سره زموږ پر ټاکنو ولاړه ډیموکراسي پیاوړې کړې. زموږ ځوانانو دغه راز په کاري فرصتونو، زده کړو او نوښتونو سره زموږ د ټولنې په جوړونه کې فعال رول لوبولی دی. زموږ ځوانان او ښځې تاریخ بدلوي."

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم په افغانستان کې په تېرو نژدې شلو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د شویو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د دغو پرمختګونو د ساتلو لپاره اړتیا ده چې نړیوال خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش

د جنیوا د کنفرانس په پای کې به دواړه لوري د همکاریو د دوام یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

د افغانستان په اړه په مخکیني د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې نړیوالو له دې هېواد سره تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې د څلورو نورو کلونو په مخه د ۱۵ میلیارډ او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستې ژمنې کړې او په دې کنفرانس تر۲۰۲۴ کال پورې د نویو مرستو ژمنې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG