د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

ورلډ ويژن: ولې له افغانستانه مخ اړول زموږ لپاره یو انتخاب نه دی؟


ارشيف
ارشيف

د سره صلیب نړیوال سازمان ویب پاڼه

د سره صلیب نړیوال سازمان پر خپله ویب پاڼه لیکل، چې په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کېږي خو شخړې تراوسه په دې هېواد کې د خلکو ژوند اخلي، معلولوي او بې کوره کوي یې.

په دې مطلب کې په جینوا کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د پیل په اړه د دغې کمېټې د رییس پیتر ماوریر څرګندونو ته اشاره شوې چې وایي، د پرمختیا په اړه خبرې کوو خو تراوسه خلکو ته ان لومړني خدمتونه هم په سمه توګه نه وړاندې کېږي.

په دوام کې د سره صلیب د کمېټې د رییس له قوله ویل شوي چې وایي، د راتلونکې په اړه خبرې کوو او هیله من یو چې تاریخ بیا تکرار نه شي.

د جنیوا دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې په انلاین بڼه ترسره کېږي او مشري یې په ګډه افغانستان، فنلند او ملګري ملتونه کوي، هدف یې د ۲۰۲۱ تر۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان پرمختیا او تمویل دی.

ورلډ ويژن

ولې له افغانستان څخه مخ اړول زموږ لپاره یو انتخاب نه دی؟

دا د هغه مطلب سرلیک دی چې د ورلډ ويژن خیریه سازمان پر ویب پاڼې خپور شوی دی.

د لیکوال په وینا افغان ماشومان له وېرې سره ژوند کوي ځکه نه پوهېږي چې د هرې شېبې له تېرېدو وروسته به څه پېښېږي.

وړاندې لولو چې ماشومان په کم عمر کې ودونو، درنو کارونو او په کوڅو کې خیرات ټولولو ته مجبورېږي.

د لیکواله په وینا افغان ماشومان خوبونه لري چې امنیت او زده کړه په کې شامل دي او باید چې په حقیقت بدل شي.

او د واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې په یوه لیکنه کې د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مک مسټر څرګندونو ته اشاره کړې.

ورځپاڼه د نوموړې له قول وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو په اړه د ټرمپ وروستی امر به طالبان پیاوړي او د بریالیتوب زمینه به ورته برابره کړي.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت دې پخواني سلاکار د یکشنبې په ورځ د سي بي ایس ټلويزيون سره خبرو کې وویل، هیله مند دی چې جوبایډن به په دې اړه بیا له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې، که طالبان د افغانستان زیاتې برخې لاندې کړي، هغه ترهګرو ډلو ته به پناه ورکړي او ملاتړ به یې وکړي چې هدف یې، د یولسم سیپټمبر د پېښو په څېر د بریدونو ترسره کول دي، چې د مک مسټر په وینا په هغه صورت کې به امریکا خوندي نه وي او د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ وي.

پینټاګون د تیرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جنورۍ تر 15 مې نېټې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له 4500 څخه 2500 ته راکموي.

XS
SM
MD
LG