د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

جنیوا کنفرانس ۲۰۲۰؛ "افغانستان سره یوه برخه ژمنه شوې مرستې ښايي کمې شي"


ارشیف
ارشیف

افغانستان به د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د یوه برخه ژمنه شویو مرستو له کمې او پر داسې مرستو له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ شي.

ټاکل شوې د شااوخوا ۷۰ هېوادونو وزیران او د نړیوالو سازمانونو استازي د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په هغه انلاین کنفرانس کې چې په جنیوا کې جوړېږي، د افغانستان د بیارغونې د پروژو لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنې وکړي.

د بسپنه ورکوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو دا دوه ورځنی کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د کرونا وبا خپرېدو جنګ ځپلی افغانستان له لا ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی.

خو داسې وخت چې د افغانستان زیانمنونکی اقتصاد په شدت بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، د دې کنفرانس پنځو ګډونوالو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ځینې هغه مرستې ښايي کمې کړي چې مخکې یې ژمنه کړې او یو شمېر سیاسي او د بشري حقونو شرطونه به ورپورې غوټه کړي.

نړیوال بانک خپل وروستي راپور کې ویلي، د کرونا وبا د خپرېدو له کبله به د افغانستان اقتصادي په ۱۰۰ کې پنځه نیم راولوېږي.

نړیوال بانک
نړیوال بانک

د بسپنه ورکوونکو هېوادونو په وروستي کنفرانس کې چې په ۲۰۱۶ م کال کې په بروکسل کې جوړ شوی و له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ م کال پورې د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالرو بسپنې ژمنه وشوه.

یو لوېدیځ ډیپلومات د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، دا مرستې ممکن په ۱۰۰ کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې راکمې شي، ځکه د دې ډیپلومات په وینا مرسته کوونکي هېوادونه خپله د کرونا د وبا له کبله له ستونزو سره مخ دي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني دې غونډې ته د سولې او پراختیا د پلان چوکاټ وړاندې کړي.

په دې پلان کې د اساسي پروژو تمویل او د میلیونونو کاري فرصتونو د رامنځته کولو سربېره له ډیموکراتیکو ادارو څخه ملاتړ شامل دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان د مالیې وزارت یو لوړپوړي چارواکي ناصر صدیقي روېټرز ته ویلي، په دې کنفرانس کې به ډېر پر دې تمرکز وشي چې افغانستان د لېږد له لسیزې وروسته د ۲۰۲۴ م کال په پای کې پر خپل ځان بسیا شي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونو رئیس او د ایکو سازمان غړی اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې په ښې حکومتوالۍ او د اداري فساد پر ضد مبارزې پورې تړلې وي.

ښاغلی حافظي زیاتوي: "نړیواله ټولنه د هغې سترې پانګونې په خاطر چې افغانستان کې یې کړې د افغانستان ولس ته ژمنه ده چې مرسته وکړي، خو دا چې پر حکومت د دې مرستو د رسولو باور کوي او که خپله د غیر دولتي مؤسساتو له لارې یې لګوي، دا دې پورې اړه لري چې د هغوی له نظر د اداري فساد پر ضد مبارزه څومره پرېکنده وه."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

طالبانو چې دې کنفرانس ته نه‌دي بلل شوي، له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتي چې بشري مرستو ته دې دوام ورکړي او په عین حال کې یې د جمهور رئیس غني حکومت تورن کړی چې نړیوالې مرستې په‌کې اشخاصو په خپله خوښه کړي.

د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس برانډت په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې که طالبانو تاوتریخوالی راکم کړی وی، ممکن د جنیوا کنفرانس ته وربلل شوي وی.

په عین حال کې، داسې مهال چې په قطر کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې له خنډ و ځنډ سره مخ دي، ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکم کړي.

جنیوا کې د افغانستان په اړه د غونډې لوګو
جنیوا کې د افغانستان په اړه د غونډې لوګو

د "افغانستان کنفرانس ۲۰۲۰" په نوم دا غونډه د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړېږي.

په ۲۰۱۶ م کال کې د بروکسل د ورته کنفرانس څخه مخکې د افغانستان د مرستو په پار ورته نور کنفرانسونه په ۲۰۱۴ کې په لندن او په ۲۰۱۲ م کال کې په توکیو کې جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG