د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغانستان سره د مرستو لپاره د نړیوالو له خوا د شرطونو ایښودل څه معنی لري؟


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د جنیوا د غونډې یوه څنډه
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د جنیوا د غونډې یوه څنډه

د افغانستان په اړه په جنیوا کې د راروان مرستندویه نړیوال کنفرانس په درشل کې نړیوالې ټولنې د افغانستان حکومت ته یو شمېر شرطونه ایښي چې حکومت یې هم د چهارشنبې(د لړم ۲۸مه) په ورځ هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه شرطونه، کولای شي له دې هېواد سره د یوې تل پاتې سولې په ټینګېدو کې مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د نومبر په ۲۳مه او ۲۴مه په جنیوا کې دغه نړیوال کنفرانس جوړ شي چې تر۲۰۲۴ میلادي کال پورې نړیوال له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وکړي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د اقتصادي چارو له کارپوه وحیدالله غازي خېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د افغانستان پر حکومت د مرستو لپاره د نړیوالو له خوا د نویو شرطونو ایښودل څه معني لرلی شي؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG