د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

اروپايي ټولنه: طالبانو په جنیوا غونډه کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ


ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر طالبان
ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر طالبان

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې نوي سفیر وايي، که طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړې وای، نو د دې امکان و چې دوی ته په جنیوا کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوی وای، دا هغه موضوع ده چې طالبانو یې تراوسه په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.

اندراس وون برانټ د سې شنبی (د لړم ۲۷مه) په ورځ کابل کې رسنیو ته په خبرو کې وويل، دا د دوی لپاره یو ډېر ښه چانس و چې نړیوالو ته یې ځان ثابت کړی وای، خو په خبره یې له بده مرغه دا کار ونه شو.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې نوي سفیر انډراس وون برانټ
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې نوي سفیر انډراس وون برانټ

دی وايي: "زما په باور دا ډېره مهمه ده او د جنیوا کنفرانس ټولو غړو په دې برخه کې هڅه وکړه، دا د طالبانو لپاره ډېر يو ښه فرصت و چې ځان يې نړيوالو ته ثابت کړی وای، د تاوتريخوالي اوسنۍ لوړه کچه موږ ته دا پیغام راکوي چې طالبان نه شي کولای په دې ناسته کې خپل استازي ولري او دا کار اوس نه کېږي."

وون برانټ افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاته وښوده.

طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه نه ده ځواب کړې، خو له دې وړاندې يې د تاوتريخوالي د زياتېدو پړه پر افغان امنيتي ځواکونو اچولې ده.

افغانستان لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو یا د جنیوا ناسته راتلونکې اوونۍ کې جوړیږي.

افغان حکومت هم دې ناسته لپاره د پوره چمتوالي خبره کړې ده، تازه تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزيرحنیف اتمر د ولسي جرګې استازو ته په خبرو کې ويلي چې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو دوام لپاره افغان حکومت او طالبانو ته ځينې شرطونه چې يو يې هم د يو هر اړخېز اوربند ټينګښت دی وړاندې کړي دي.

اتمر ويلي، د دې وېره شته چې نړیوال نور له افغانستان سره مرسته ونه کړي، خو د افغانستان د جمهور رئيس وياند صديق صديقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دوی د جنیوا ناستې لپاره په يوې تګ لارې کار کړی.

د جمهور رئيس وياند صديق صديقي
د جمهور رئيس وياند صديق صديقي

ښاغلی صديقي وايي: "موږ له نړېوالې ټولنې سره د ګډ کار د دوام لپاره په يوې طرحې کار کړی چې له مخې به يې نړيوال موږ سره د راتلونکي څلورو کلونو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په راتلونکې څو ورځو کې به موږ د جنیوا کنفرانس د جوړېدو شاهدان ووسو."

د ښاغلي صديقي په خبره په داسې حال کې چې موږ د يو مهمې ناستې په درشل کې يو خو له بده مرغه طالبانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی او تاوتريخوالی يې ډېر کړی.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې د تاوتريخوالي زياتېدو افغانان د سولې پروسې ته ناهيلي کړي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې په څو لويو ښارونو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG