د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

هشت صبح: خلکو خپلې هیلې پرې کړې


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

په کابل کې چاپېدونکو یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه د حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه تبصرې لیکلې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان سولې او د امریکا متحده ایالاتو د نوې رهبرۍ د دریځ په اړه کرښې تورې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا نوی ټاکل شوی جمهور رئیس جوبایډن شاید په افغانستان کې یوه ډله سرتېري پرېږدي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو که ځیني کسان دا فکر کوي چې ښايي دا چاره طالبان له امریکا سره د هوکړې نقض وبولي، دوی تېروتنه کوي.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا او طالبانو هوکړې، همدا اوس متحده ایالاتو ته ډېره ګټه رسولې، لګښتونه‌یې راکم شوي، د سرتېرو مرګ‌ژوبله یې صفر ته رسېدلې او له افغانستان څخه کوم ښکاره ګواښ هم ورته متوجې نه‌دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا هغه څه دي چې جوبایډن‌یې غواړي او له همدې کبله ښايي جوبایډن د ټرمپ تګ‌لاره تعقیب کړي، ځکه له یوه اړخه دې تګ‌لاره او هوکړه کې د امریکا د مهمو بنسټونو نظر شامل دی او له بله اړخه دې هوکړې د امریکا ګټې خوندي کړې دي.

خو ورځپاڼه د ټرمپ د تګ‌لارې په برخه کې د یو شمېر احتمالي بدلونونو راوستو خبره هم کوي، خو زیاتوي د تګ‌‌لارې او هوکړې لوی مسایل به خپل ځای پاتې شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د امریکا له نوي راتلونکي حکومت د نړۍ او افغانستان تمو ته ځانګړې کړې او په پیل کې یې د جمهور رئیس ټرمپ هغو سیاستونو ته د نیوکې ګوته نیولې چې د ورځپاڼې له قوله، سم نه‌و او نه‌یوازې دا چې د امریکا نږدې متحدین‌یې خفه کړل، بلکې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه‌یې منسجم کړل.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس د امریکا له نوې ادارې هیلې ډېرې دي، دا هیلې د اروپایې ټولنې سربېره، په نړۍ کې د امریکا د ډېرو متحدینو سره د بېرته اړیکو رغولو او تر خوا یې د ترهګرۍ په څېر د لویو خطرونو له‌منځه وړلو ته رسېږي.

هېواد ورځپاڼې له بایډن څخه د افغانانو هیلو ته هم اشاره کړې او لیکي، افغانان د امریکا له نوې ادارې څخه د دې هېواد په اړه د یوې داسې پالېسۍ د جوړېدو غوښتنه کړې چې په مسؤلانه ډول له افغانستان امریکايي عسکر ووځي او روانه جګړه هم په مسؤلانه ډول پای ته ورسېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د دې عنوان لاندې چې "خلکو خپلې هیلې پرې کړې" لیکلي، هغه هیلې د سولې خبرو د پیل پر مهال پیدا شوې وې، اوس د جګړې په شدت او د نا امنۍ په زیاتېدو سره ورژېدې.

ورځپاڼه لیکي، دې ورځو کې د خپل راتلونکي په اړه د خلکو اندېښنې لا زیاتې شوي، نو له همدې کبله د اوسني وضعیت بدلون یو لوی مسؤلیت دی چې دولت باید ترې خپلې اوږې سپکې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دوحه کې د سولې خبرو له بن‌بست سره سم، طالبان بریدونه زیات کړي او د نور بل هر په پرتله زیات‌یې د ماینونو ایښودو او چاودنو ته زور ورکړی. د ورځپاڼې په باور، هدفي وژنې یو بل هغه فعالیت دی چې دې ډلې په وروستیو کې له سره پیل کړی دی.

هشت صبح له افغان دولت غوښتنه کوي چې اړتیا ده په همدې وخت کې د سولې او جګړې په اړه له ابهام راووځي او هر څه روښانه کړي. د خلکو د راتلونګې تګ‌لاره باید روښانه شي او دولت باید خپل دریځ وښيي.

ورځپاڼې په پای کې دا د دولت مسؤلیت ګڼلی چې خلک د واضحه تګ‌لارو په چوکاټ کې ژوند او د خپل راتلونکې په اړه هیلو ته وهڅوي، ځکه د ورځپاڼې په باور، د هیلو او امېدونو مرګ، د دولت مرګ ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG