د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

امرالله صالح: طالبان غواړي لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

کابل په تېره یوه اوونۍ کې هره ورځ د یوې مقناطیسې چاودنې او هدفي وژنو شاهد دی.تازه نن چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) د کابل امنیه قوماندانۍ په دغه ښار کې د درېیو پوځيانو د ترور خبره کوي.

کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نن سهار ۶نیمې بجې د کابل۱۱مه امنیتي حوزې اړوند په لب جر سیمه کې په رنجر موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله دوو امنیتي منسبوین ووژل شول او یو بل ټپي شو.
تېره شپه هم په بګرامیو سیمه کې د ملي اردو دوه پوځيان په نښه شوي وه.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ملي امنیت خبر ورکړی چې طالبان غواړي په لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه کړي.

امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبان ځکه غواړي له نرمو اهدافو کار واخلي او د داسې وژنو چې هغه د خلکو عاطفې او احساسات راوپاروي کولای شي خلک له حکومت ته په تضاد کې کړي.

د ولسمشر د لومړي معاونیت د خپرونو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد ازادي راډيوته وویل: "تروریستي ډلې او هغه کړۍ چې د مجرمینو ملاتړ کوي او په دې وېره کې دي چې د قانون منګولې به تر دوی رسېږي او یا به د کابل خلک د ارامۍ ساه اخلي، ځکه دوی هغه اهداف په نښه کوي چې د ټولنې احساسات راوپاروي، په هغه کې خبریالان په نښه کوي، په عامو خلکو بریدونه کوي او ان په سرتېرو هم حملې کوي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو د دغې ډلې ویاند زموږ اړیکو ځواب نه کړه.

امرالله صالح وايي، طالبان له دولت نه د خلکو د نارضایتۍ لپاره نرم اهداف په ګوته کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال په داسې حال دا څرګندونې کوي چې د روانې اوونۍ په سر کې په یوې چاودنه کې چې د کابل تر ټولو امنه سیمه مکروریانو کې وشوه.

په دې پیښه کې پېژندل شوی خبریال او د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش او د دوه همکاران ووژل شول.

  • په دې وروستیو کې څومره مقناطیسي ماینو چاودنې شوي؟
  • د کورنیو چارو وزارت یې د مخنيوي او راکمولو لپاره څه پلان لري؟

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ ځواب ولري خو دوی له ژمنو سره-سره معلومات شریک نه کړل.

XS
SM
MD
LG