د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۹

بلومبرګ خپرونې پر کابل پوهنتون د حملې په اړه لیکنه کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

پر کابل پوهنتون پرونۍ حملې د نړۍ د ګڼو چاپي او تصویري رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د هغو محصلانو عکسونه خپاره کړي چې له کابل پوهنتونه تښتي.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې د کابل په لوېدیځ کې پر کوثر تعلیمي مرکز حمله شوې وه چې لږترلږه ۲۲ تنه په‌کې ووژل شول او ۷۰ نور ژوبل شول.

د دې نشریې له لیکنې سره سم، په افغانستان کې د سولې لپاره د دولت او طالبانو له خبرو سره سره په دې هېواد کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.

بلومبرګ زیاتوي، په دوحه کې خبرو په افغانستان کې د جګړو پر کمېدو هم هېڅ اغېز نه‌دی کړی.

همدا اوس د افغانستان په ګڼو سیمو کې طالبان له دولتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل-کندهار پر لویه لار د طالبانو له لوري له موټر چلوونکو د پیسو اخیستو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه په وتلو دي، طالبان د دغه هېواد لویو لارو ته راوځي او له باري او نورو موټرو په غیر قانوني ډول د میلیونونو ډالرو معادل پیسې ټولوي.

ورځپاڼه زیاتوي، موټر چلوونکي او د لویو لارو مسافر شکایت کوي چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه له خپلو پوستو نه راوځي او طالبان‌یې پرېښي چې له خلکو پیسې اخلي.

ورځپاڼې ته د هرات د سوداګرۍ د خونو مرستیال احمد سید عظیمیان ویلي چې طالبان د هرات-کابل په لویه لار کې د ورځې د یو لک او ۵۵ زره او یو لک او ۹۵ زره ډالرو ترمنځ پیسې ټولوي.

په سمنګان ولایت کې یوه ولسوال عبدالیقین احمدي بیا ویلي چې طالبان له موټرو څخه د دې لپاره پیسې ټولوي چې په شمالي ولایتونو کې خپله جګړه پرې تمویل کړي.

د ده په باور طالبان د ورځې شاوخوا ۲۶ زره ډالر له موټر چلوونکو اخلي.

د نیویارک ټایمز د دې لیکنې پر اساس، د دې لپاره چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې پر اساس امریکايی پوځیان پر طالبانو بریدونه نه‌کوي، دا ډله اوس له هوايي بریدونو نه‌بېرېږي او بې‌غمه لویو لارو ته راوځي او پیسې ټولوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG