د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

پر کابل پوهنتون د ډله‌ییزې حملې پای؛ '۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي'


پر کابل پوهنتون له حملې سره هم‌مهاله سیمه کې امنیتي ځواکونه
پر کابل پوهنتون له حملې سره هم‌مهاله سیمه کې امنیتي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر کابل پوهنتون حمله پای ته ورسېده او په دغې حمله کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي چې حمله پای ته رسېدلې، درې حمله کوونکي له‌منځه وړل شوي او تصفیوي عملیات روان دي.

نن له غرمې مخکې یو شمېر وسله‌والو حمله کوونکو شااوخوا ۱۱:۰۰ بجې پر کابل پوهنتون حمله وکړه او دغې حملې شااوخوا شپږ ساعته دوام وکړ.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

طالبانو ویلي چې د کابل پوهنتون مربوطاتو کې چاودنه او برید په دوی پورې اړه نه‌لري.

دې ډلې په یو اعلامیه کې د کابل پوهنتون برید غندلی او دا کار یې د هغو ډلو کار بللی چې د دوی په وینا په مرکز او ولایتونو کې په مېلمستونونو کې ځای پر ځای دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لړم میاشتې په ۳مه یوه انتحاري حمله کوونکي پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته د کابل د دشت برچي پل خشک سیمه کې د کوثر دانش ښوونیز مرکز پر وړاندې چاودنه ورکړه.

د کوثر دانش ښوونیز مرکز د یو شمېر وژل شویو زده‌کوونکو د خاورو ته سپارلو مراسم
د کوثر دانش ښوونیز مرکز د یو شمېر وژل شویو زده‌کوونکو د خاورو ته سپارلو مراسم

په دغې پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپيان شوي وو.

د دغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې منلی و.

  • پر کابل پوهنتون حملې ته غبرګونونه

په کابل پوهنتون وسله‌وال برید د افغان حکومت د نورو ډېریو لوړپوړو چارواکو غبرګونونه راپارولي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل پوهنتون نننی بريد د طالبانو کار بللی دی او دغه بريد يې د افغان حکومت يوه استخباراتي ناکامي ياده کړې ده. نوموړي دا څرګندونې پر خپل ټویټر کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د کابل په پوهنتون برید غندلی او نه‌بخښونکی جنایت‌یې یاد کړی.

ښاغلي عبدالله هم په خپل تویترپاڼه لیکلي، محصلین په ارامه فضا کې د زده‌کړې حق لري او باید دغه فضا ورته خرابه نه‌شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دغه حمله غندلې او دا یې هلمند کې د "ترورېستانو له ماتې" وروسته عمل بلل دی.

د افغانستان جمهور رئیس وياند صديق صديقي د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي، طالبان نه‌شي کولای په دغه ډول بریدونو کې د خپل نه لاس لرلو په صورت کې ځان ته برائت ورکړي.

هغه په دې اړه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي: "د طالبانو برائت په ترهګریزو بریدونو کې دا یوه ستونزمنه خبره ده، د دې لپاره چې طالبانو دغه ترهګریزو بریدونو ته لوی بستر برابر کړی، په ترهګریزو بریدونو کې طالبان لوی لاس لري او هره ورځ په ډېرو ولایتونو کې دوی حملې کوي او دغه حملې یې دوام لري."

ښاغلي صدیقي وايي، له هغه وروسته چې ترهګر په هلمند کې له ماتې سره مخ شول، اوس دغه ډلې سره يو ځای شوي او پر اکاډمیکو مرکزونو بريدونه کوي.

د ناټو ملکي استازي ستېفانو پونتېکورو هم په کابل پوهنتون باندې برید غندلی ویلي یې دي چې افغان ماشومان او ځوانان ښوونځیو ته د تلو پر مهال خوندیتوب ته اړتیا لري.

نوموړي هم پر خپله تويټرپاڼه لیکلي، د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د درېدو سبب شي.

هم‌مهاله اروپايي ټولنې هم په کابل پوهنتون بريد غندلی او ويلي يې دي دا په تېرو ۱۰ ورځو کې په روزنيز مرکز دوهم برید دی چې ترسره کېږي.

د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي بیا د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلي افغان حکومت باید د ملکي تلفاتو په اړه خپل ټول شکایتونه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته وړاندې کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار ویلي، پر علمي او اکاډمیکو مرکزونو بریدونه د انسانیت او دین له دایرې د وتلو خلکو کار دی او دغه ډول بریدونه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا د کابل پوهنتون برید له نړیوالو بشردوستانه حقونو ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.

پر کابل پوهنتون حمله کې ټپي شوی کس
پر کابل پوهنتون حمله کې ټپي شوی کس

د دې کمېسیون د خپرونو مشر ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "په عام‌المنفعه ځایونو چې غیر نظامي دي هدفي او عمدي بریدونه د نړیوالو بشردوستانه حقونو ښکاره او کلکه سرغړونه ده. جنګي جنایت دی. د دې لپاره چې دا ډول بریدونه مخینه لري او تېر کې څو واره شوي، د افغانستان دولت باید مخنیوونکي اقدامات وکړي او د داسې بریدونو مخه ونیسي. موږ په دې تمه یو چې چارواکي خپل مسؤلیت ادا کړي څو په راتلونکي کې تکرار نه‌شي."

XS
SM
MD
LG