د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

صالح: پر 'یما سیاوش' چاودنه کې له پېچلو چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی


د یما سیاوش پر موټر د چاودنې وروسته یو انځور
د یما سیاوش پر موټر د چاودنې وروسته یو انځور

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال ویلي د طلوع نیوز په پخواني خبریال چاودنه کې له پېچلو چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی چې معمولاً نظامي اړخ لري.

یما سیاوش او دوه همکاران یې د شنبې په ورځ د کابل په څلورمو مکروریانو کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د یما سیاوش او همکارانو پر موټر چاودنه کې له (ار ډي ایس) چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی.

(ار ډي اکس) هغه پیچلي چاودېدونکي توکي دي چې په نظامي برخه کې ترې استفاده کېږي.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه برید د هغه هدفي بریدونو یوه برخه ده چې په وینا یې د پاکستان له وزیرستان څخه رهبري کېږي.

صالح ویلي، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د هوکړې وروسته خپل بریدونه د افغانستان په لویو ښارونو کې کم کړه او وروسته له هغې یې د( ابو عبیده کاروان) په نوم د پاکستان په وزیرستان ایالات کې د وړو او هدفي وژنو پر تګلارې غور وکړ.

ښاغلی صالح وايي، ددې ډلې ۵۰ غړي تر دا مهاله نیول شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم ويلي، هغه بریدګرو چې د کابل په پوهنتون برید کړی و خپلې ګوتې له منځه وړې وې، د دې لپاره چې که د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي وای د ده په خبره، ممکن دغه کسان د افغان امنیتي ځواکونو سره ثبت وای.

طالبانو د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل پوهنتون په برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي وه او د دغې پېښې مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

ښاغلي صالحې د تېرې تلې یا میزان میاشتې په ۲۵ مه نېټه د کابل ښار د امنیت چارې په غاړه واخیستې.

په ورته وخت کې په کابل کې وروستیو نا امنیو د افغانستان د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تندې نیوکې راپورته کړي.

د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ وویل: "په کابل پوهنتون برید کې دغه خلک له کومه ځایه راغلل، د چا په موټر کې راغلل، دوی دلته په ساعتونو جګړه وکړه مهمات ورته چا ورسول، ملت له موږ څخه د دې پېښې په اړه وضاحت غواړي، د ولسي جرګې له امنیتي کمېسیون څخه غواړو چې د دې پېښې په اړه د افغانستان د امنیتي بنسټونو مشران به کله وپښتي. "

د دې جرګې بل غړي مامور احمدزي بیا د کابل ښار د امنیت په برخه کې امنیتي ځواکونه په بې غورۍ تورن کړل.

هغه وویل: "د کابل خلک امنیت غواړي، دوی چې نن غلاوې کوي له مستۍ یې نه کوي بلکې مجبوره دي، دا موضوع ډېره جدي ده، که حکومت غواړي په کابل کې مافیا ورکه شي لاړ دې شي د هغه کسانو مخه دې ونیسي چې په زرګونو جریبه ځمکه یې غصب کړې او قاچاق کوي."

افغان حکومت د ولسي جرګې ددې انتقادونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

پر کابل پوهنتون د برید وروسته د یوه ټولګي انځور
پر کابل پوهنتون د برید وروسته د یوه ټولګي انځور

له هغې وروسته چې د کابل په پوهنتون وسله وال برید وشو، د ولسي جرګې غړو د امنیتي بنسټونو د لومړۍ درجې چارواکو سربېره امرالله صالح او حمدالله محب د دې پېښې د وضاحت لپاره خپلې یوې فوق العاده غونډې ته وبلل خو دې دوه لوړو پوړو افغان چارواکو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

XS
SM
MD
LG