د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

پېژندل شوی پخوانی خبریال 'یما سیاوش' ووژل شو


یما سیاووش د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو سلاکار و
یما سیاووش د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو سلاکار و

نن سهار شااوخوا اته بجې د کابل ښار څلورم مکروریانو سیمه کې چاودنې د افغانستان د مرکزي بانک کارکوونکی یما سیاوش په ګډون درې تنه ووژل.

عیني شاهدان وايي، د سهار اووه نیمې شااوخوا وې کله چې یما سیاوش په خپل موټر کې د دفتر پر لور روان و چې د کابل د ۹مې حوزې په مربوطاتو کې یې پر موټر چاودنه وشوه.

د طلوع نیوز دغه پخواني ویاند، تازه په مرکزي بانک کې د عامه اړیکو د رئیس او سلاکار په توګه دنده پیل کړې وه.

په دغه چاودنه کې د مرکزي بانک د ریاست یو بل کارکوونکی او د ښاغلي سیاوش موټر چلونکی هم وژلي دي.

د نادر په نوم د دې پېښې یو عیني شاهد وايي:"د یو پلار لپاره ډېره دردونکې ده چې د خپل زوی د پښې یوه ټوټه وګوري، کله چې یې پلار راغی او د یما د بدن توټه شوي غړي یې ولیدل بې هوښه شو."

شیرشاه خاموش بل عیني شاهد دی چې وايي چې دا چادونه یې کورته څېرمه شوې ده:" اوه نیمې بجې وې، دندې ته د تګ لپاره مې چمتوالی نیوه، د چاودنې وحشتناک غږ زموږ ټول کور ته ټکان ورکړ، بهر مې چې وکتل پر موټر چاودنه شوې وه."

یما سیاووش د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو سلاکار و چې ورسره په وژل شویو کسانو کې د دغه بانک د عمومي ریاست د امریت مرستیال انس او د افغانستان بانک ډرېور امین وژل شوي دي.

د کابل پولیس وايي، دا چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې موخه یې خپله یما سیاووش و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا دا پېښه غندلې او له اړوندو ارګانونو یې غوښتي چې عاملین یې ونیسي.

  • د ارګ غبرګون

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پېښه تأیید کړې او خواشیني یې ښودلې ده.

  • د عبدالله عبدالله غبرګون

د افغانستان مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د یما سیاووش وژل یو تروریستي عمل او دا یي نه بخښل کېدونکی جنایت وباله.

نوموړي د هېواد امنیتي او کشفي ارګانونو ته یې سپارښتنه کړې چې عاملین یې ژر پیدا او قانوني مجازات کړي.

عبدالله عبدالله په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې خواشیني ښودلې او دا کار یې د هېواد د سولې، ثبات، برابرۍ او د بیان له ازادۍ سره ښکاره دښمني بللې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، دوی پېښه څېړي:"دوی د یوه مقناطیسي ماین په واسطه په نښه شوي وو. له بده مرغه په پېښه کې د هېواد پیاوړی خبریال یما سیاوش له موټرچلوونکي او یوه بل ملکي کس سره وژل شوی دی. دا هغه جنایت دی چې له بده مرغه نن د تروریستانو له خوا شوی او زموږ له خوا څېړل کېږي."

د یما سیاووش وژنې په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ غبرګونونه رامنځته کړي او دا پېښه یې نه بخښونکې او نه جبرانېدونکې بللې ده.

یما سیاوش په ولسي جرګه کې د وکیل بکتاش سیاوش ورور او د طلوع ټلوېزیون پخوانی کارکوونکی پاتی شوی دی.

تر اوسه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق توحیدي
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق توحیدي

د رسمي شمېرو له مخې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه، ۶ خبریالان په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق توحیدي د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښيي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:"د یما سیاوش په شهادات سره مو د وژل شویو خبریالانو شمېر شپږو ته ورسېد او شپږ ترهګریزې پېښې لرو ، په ټوله کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له اتیاو زیاتې پېښې ثبت شوي دي."

یما سیاوش تېر څو کلونه په طلوع نیوز کې د سیاسي خپرونو چلونکی و .

همدا راز نن سهار د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند نیازبیک سیمه کې هم د یو مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې خو په ځانګړي ډول په مرکز کابل کې امنیتي او جنایي پېښو ډېروالي د خلکو اندېښنې زیاتې کړي او نیوکه کېږي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

تېره اوونۍ وسله والو کسانو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG