د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

نی: ځینو رسنیو د کرونا پر مهال خپل کارکوونکي برمته نیولي


ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

د افغانستان له ازادو رسنیو نه ملاتړ اداره، نی په خپل یو څېړنیز راپور کې وايي، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر اوسه په دې ویروس شااوخوا ۱،۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اخته شوي چې له شمېر یې شپږ کسان مړه شوي هم دي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې ممکن شمېر تر دې هم زیات وي.

ښاغلی خلوتګر وايي، حکومت باید خبریالانو او رسنیو ته له لیرې لارې څخه د اطلاعاتو په ورکولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړی دا هم وايي چې یو شمېر رسنیو سره له دې چې کرونا ویروس ترې قرباني اخیستې، خو د خپلو کارکوونکو میاشتني حقوق‌یې هم نه‌دي ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا په دې حالت کې دغه ډول وضعیت په مراتبو بدتره دی، یو شمېر رسنیو حتی خپل کارکوونکي له دندې لیرې کړي او ځینو خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له کوره په نیم معاش کار وکړي، په دې کې یو شمېر رسنۍ دي چې ان د ۲۲ میاشتو معاش‌یې خپلو کارکوونکو ته نه‌دی ورکړی او کارکوونکي یې د برمته شویو په توګه ورسره دي."

په ورته وخت کې خبریال راشد کاشفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو څلورو میاشتو راپه دې خوا یې خپل معاش نه‌دی اخیستی.

هغه زیاته کړه: "د کرونا په درې میاشتو کې مې تر اوسه معاش نه‌دی اخیستی، ان تر دې چې د کور کرایې ته اندېښمن یم او له ستونزې سره مخامخ شوی یم، د کور مالک ګواښ راته کړی که کرایه‌یې ورنه‌کړم له کور مې باسي."

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره، نی وايي، یو شمېر رسنۍ ځکه نه‌شي کولای چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي چې د رسنیو مالکین خپله له مالي بحران سره مخ دي.

له دې وړاندې افغان حکومت پتیلې وه چې د رسنیو قانون تعدیل کړي، خو د رسنیو له تندو غبرګونونو وروسته دغه موضوع د اوس لپاره تر یو بریده غلې شوې ده.

په افغان چاپان کې په کرونا ویروس اخته شوي کسان
په افغان چاپان کې په کرونا ویروس اخته شوي کسان

نی په کرونا ویروس د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د ډېر شمېر اخته کېدو دا خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۷۹ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی چې د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې کې ۱۲ کسه مړه شوي دي.

په افغانستان کې تر دا مهاله ۳۱ زره ۵۱۷ کسه په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې ۷۴۵ کسه مړه او شااوخوا ۱۴ زره بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG