د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۰

په نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د مړیو شمېر ۵۰۰۰۰۰ ته ورسېد

ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر پرون له پنځو لکو او هم پرې د اخته شویو کسانو شمېر له لس میلیونو واوښت.

دغه وضعیت یو شمېر هېوادونه دې ته اړ کړل چې د خپلو اقتصادونو د بېرته پرانیستلو په اړه غور وکړي.

پر کرونا د اخته شویو او ترې د مړو شویو کسانو د شمېر له زیاتوالي سره د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې په نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو د نوي ریکارډ د ثبتولو خبرورکړ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۸۹ زرو زیاتې نوې پیښې ثبت شوې.

د دې سازمان له خوا د یوه ورځې مخکینی ریکارډ د تېرې اونۍ په پیل کې ثبت شوی چې د اخته شویو کسانو شمېر یې له ۱۸۳ زرو زیات ښودل شوی و.

له دې داسې څرګندېږي چې پر کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر په نړۍ کې ورځ تربلې زیاتېږي.

د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ په کچه د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو یوه دریمه برخه دې هېواد کې ثبت شوې، یو شمېر ایالتونو یې بېرته سخت بندیزونه جاري کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG