د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

سي‌پي‌جي: افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جنایاتو څېړنه کې ناغېړي زیاته ده


وژل شوي افغان ژونالېستان
وژل شوي افغان ژونالېستان

د ژورنالېستانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې (سي پي جي) افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راوستی چېرې چې د خبریالانو په وړاندې د شویو جنایاتو په څېړنه کې ناغېړي زیاته ده.

افغانستان، پاکستان او روسیه د هغه لیست تقریبا د سر په هېوادونو کې دي چېرې چې د ژورنالېستانو د قتلونو ګڼې قضیې نا څېړلې پاتې دي.

افغانستان د سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان او عراق سره د سر په پنځو هغو هېوادونو کې یاد شوی چې د نفوس شمېر ته‌یې په پام د ژورنالیستانو د قتلونو له پلوه تر ټولو د بد وضیعت لرونکي بلل شوي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دې راپور د خپرېدو سره هم مهاله یو ځل بیا ویلي چې خبریالان په دې هېواد کې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دې کمیټې رئیس صدیق‌الله توحیدي، وايي افغانستان د ژورنالیستانو د خوندیتوب په برخه کې ښه قوانین لري، خو دا قوانین تر اوسه پوري عملي شوې نه‌دي

صدیق‌الله توحیدي
صدیق‌الله توحیدي

د دې کمیټې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ژورنالیستانو د قتل ۱۳ ناڅېړل شوې پېښې په تېرو لسو کلونو کې ثبت شوې دي.

په افغانستان پسې په لیست کې مکسیکو، فیلپین، برازیل، پاکستان روسیه، بنګله‌دیش او هندوستان یاد شوې دي.

د ښاغلي توحیدي په وینا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې شااوخوا څلور خبریالان وژل شوي او د خبریالانو سره د زور زیاتي له شپیتو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند وايي چې حکومت د خبریالانو په وړاندې د ترسره شویو جنایتونو د قضیو په څېړنه کې ځینې ګامونه اخیستې دي.

صابر مومند
صابر مومند

د ژورنالیستانو د خوندیتوب نیویارک میشتې دې کمیټې د ۲۰۲۰ م کال په لیست کې ۱۲ هېوادونه د ژورنالېستانو په وړاندې د شویو جنایاتو په څېړنه کې د ناغېړۍ مخکښ بللي دي.

د 'CPJ' په وینا په تېرو لسو کلونو کې په نړۍ کې د ژورنالیستانو د قتل د ناڅېړل شویو قضیو په سلو کې اتیا په دې ۱۲ هېوادونو کې دي. د ژورنالیستانو د خوندیتوپ کمیټه وايي، سیاستوال، د کاروبارونو مشران او د سیاسي او جنايي ډلو نور ځواکمن لوبغاړي د منتقدو او تحقیق کوونکو خبریالانو د خاموشه کولو لپاره له زور کار اخلي.

د ژورنالېستانو د خوندیتوب د څار دې ډلې ویلي، اداري فساد، کمزوري بنسټونه، او د وژنو د دقیقې څېړنې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالي هغه سببونه دي چې په دې هېوادونو کې د ژورنالېستانو په وړاندې د زور زیاتي په څېړنه کې د ناغېړیو سبب شوي دي.

'CPJ' وايي، د ۲۰۱۰ م کال د سپټمبر د میاشتې راهېسې د روان کال د اګست تر پای پورې په نړۍ کې ۲۷۷ خبریالان د خپل کار په خاطر وژل شوي او د دې قضیو په سلو کې ۸۳ یې په بریالۍ توګه نه‌دي څېړل شوي او د قتل عاملان نه‌دي نیول شوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG