د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

یوناما: افغانستان تر ټولو بریالی او ځلېدونکی رسنیز سکټور لري


د افغاني رسنیو د خپرونو یو انځور- ارشیف
د افغاني رسنیو د خپرونو یو انځور- ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت( یوناما) وایي، دغه هېواد په سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو بریالی او ځلېدونکی رسنیز سکټور لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، د سولې په هر ډول بهیرونو کې به د مطبوعاتو د ازادۍ ساتنه کوي.

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ټاکل شوې استازې ډیبرا لاینز په یوه پيغام کې ویلي، د سولې په خبرو کې باید د بیان ازادۍ په ګډون د ټولو بشري حقونو ملاتړ وشي.

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت دې پيغام کې ویل شوي، هیچاته باید دا اجازه ورنه کول شي چې افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي وګواښي.

د مېرمن لاینز په دې پيغام کې راغلي، د اهمیت وړ ټکی دادی چې د بیان ازادي او د کرکجنو یا تفرقه اچوونکو خبرو توپیر باید وشي.

نوموړې ویلي، څوک باید ځانته دا اجازه ورنه کړي چې د بیان له ازادۍ نه په استفادې خلک تاوتریخوالي یا بل کوم منفي کار ته وهڅوي او یا د افغانانو ترمنځ تعصبونو ته لمن ووهي.

ډیبرا لاینز
ډیبرا لاینز

یوناما ویلي، له کرکې ډکې خبرې ټولنیز نظم ګډوډوي، ګډ ارزښتونه له منځه وړي او انساني کرامت ته زیان اړوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ویلي، دې شرایطو کې چې کرونا ناروغۍ ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی، رسنۍ د معلوماتو په ورکولو کې د پام وړ رول لري.

ډیبرا لاینز ویلي، دا مهال د کرونا په اړه خطرناکې صحي مشورې، ناسم معلومات او ِپر توطیو ولاړې نظریې په انټرنټي فضا کې ښکته پورته کېږي.

دې ویلي، داسې حالاتو کې باید خبریالان په کره مسائلو راپورونه جوړ کړي.

د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په اړه د ملګرو ملتونو سږنی شعار هم دا دی چې "بې پرې او له ویرې پرته ژورنالیزم - د خپلواک ژورنالیزم د ساتنې یوه غوښتنه ده."

یوناما ویلي، ملګري ملتونه په فعال ډول افغانستان کې د ازادو رسنیو په ملاتړ کې ښکېل دي او حقوقي کارکوونکي یې هغه جرمونه تعقیبوي چې د خبریالانو په وړاندې کېږي.

د یوناما په وینا، دوی دې برخه کې د سزا د بخښنې په وړاندې مبارزه کوي چې د خبریالانو د حقونو له سرغړونکو سره عدالت وشي.

یوناما ویلي، د هغو خبریالانو یاد به هم ژوندی ساتل کېږي چې افغانستان کې قرباني شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان بیا ویلي، د افغانستان خبریالان د نړۍ د زړه ورو خبریالانو په ډله کې دي.

دې سازمان پر خپله ټویټیر پاڼه لیکلي، د ګواښ، ځورولو، تاوتریخوالي او ان مړینې له ګواښ سره سره افغان خبریالان خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د دوی په پيغام کې لیکل شوي، افغان خبریالان له کرونا د خلکو د خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي او دوی هم ساتنې ته اړتیا لري.

مطبوعاتو د ازادۍ ورځ داسې مهال را رسېږي چې تېره اوونۍ په کابل کې پر خبریالانو د یوه مرګوني برید دوه کاله پوره شول.

هغه برید کې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د اپریل په نهه ویشتمه په شش درک سیمه کې وشو، د ازادي راډیو د دریو خبریالانو په ګډون نهه خبریالان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG