د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

'د کرونا ویروس خپرېدو د افغان خبریالانو ژوند ته خطر پېښ کړى'


 ارشيف
ارشيف

د بې پولې خبریالانو ټولنه د کرونا ویروس په وړاندې د افغان خبریالانو؛ په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو ژوند ته په پېښو خطرونو اندېښنه ښيي.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په افغانستان کې په خپرېدو دي، د بې پولې ژورنالیستانو ټولنه او د افغان ښځینه خبریالانو د ساتنې مرکز د خبریالانو پر ژوند د دې ناروغۍ د اغېز له درکه اندېښنه لري.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د روغتیا په اړه اندېښمن دي ځکه چې هغوی له یوې خوا د کرونا ویروس په وړاندې خوندي نه دي او اقتصادي ستونزې لري او له بلې خوا د رسنیو ترمنځ سخته سیالي روانه ده.

د بې پولې ژورنالیستانو ټولنه وايي، که څه هم د افغانستان حکومت د کابل او کندهار په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د بندیز د لګولو په شان یو لړ تدابیر غوره کړي او ځینو رسنیو خپل فعالیتونه محدود کړي خو د کرونا ویروس په خپرېدو دي او تر ډېرو نورو خلکو خبریالان د دې ويروس له خطر سره زیات مخامخ دي.

دا ټولنه وايي چې له دې سره اقتصادي ستونزې هم یوځای شوي چې له کبله یې ګڼې رسنۍ مجبورېږي چې یا خپل خبریالان له کاره وباسي او یا د کار ساعتونه او معاش یې ورکم کړي او تر ټولو وړاندې دا ستونزه ښځینه خبریالانو ته متوجه وي.

په کابل، هرات، بلخ او څو نورو ولایتونو کې ځینو ښځینه خبریالانو ته ویل شوي چې بې معاشه د دواوه طلبو په توګه کار وکړي او ځینې نورې له کاره ایستل شوي دي.

د افغان ښځینه خبریالانو د ملاتړ ټولنې مشره فریده نیکزاد وايي، ښځینه خبریالانې نه یوازې د ناامنۍ او جګړې لومړنۍ قربانیانې دي بلکې له دې کبله چې د ځان ساتلو امکانات نه لري د کرونا ویروس له ګواښ سره هم تر ټولو زیاتې مخامخ دي.

د پژواک خبري اژانس ريیس دانش کړوخېل د دې لپاره چې راپورونه چمتو کړي د کرونا ویروس په خاطر ځان د خپل خبري اژانس له ۱۵ نورو خبریالانو سره په خپلو دفترونو کې محدود ساتلی دی.

کړوخېل وايي چې د کرونا ویروس په نتیجه کې له رامنځته شویو اقتصادي ستونزو سره سره کار ته دوام ورکوي او اکثره خبریالان یې د وټس اپ له لارې خبرونه رسوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه له خبري رسنیو څخه غواړي چې له کرونا ویروس څخه د خپلو ژورنالیستانو د ساتنې لپاره هغوی ته ماسکونه، دستکشونه، عفوی ضد مایع او داسې مایکونه ورکړي چې خلکو ته د هغوی د نژدې کېدا اړتیا نه پېښېږي.

XS
SM
MD
LG