د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

دانش: د ښځینه خبریالانو امنیت ټینګښت برخه کې تعهداتو ته ژمن یوو


د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې د فرصتونو، ستونزو او ستونزو ته د حل لارو تر عنوان لاندې د دوه ورځني کنفرانس پرانیست غونډه
د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې د فرصتونو، ستونزو او ستونزو ته د حل لارو تر عنوان لاندې د دوه ورځني کنفرانس پرانیست غونډه

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت که څه هم د ښځینه خبریالانو د امنیت لپاره لازم ګامونه نه‌دي پورته کړي، خو بیا هم په دې برخه کې خپلو کړو تعهداتو ته ژمن دی.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ستونزو د هواري په برخه کې افغان حکومت تر ډېره پړ ګني، خو ټینګار کوي په دې برخه کې یو شمېر تګلارې عملي شوي چې په خبره‌یې اغېزناکې وې.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي چې د چهار شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۵» یې د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې د فرصتونو، ستونزو او ستونزو ته د حل لارو تر عنوان لاندې د دوه ورځني کنفرانس پرانیست غونډې ته وینا کوله وویل: "حکومت د ښځینه خبریالانو د امنیت لپاره هغه ډول چې په‌کار وه ادعا نه‌شي کولای چې کار یې کړی او یا هم په دې برخه کې عدالت ټینک شوی دی، خو دا ویلی شو چې حکومت په دې برخه کې ځینې تګلارې رامنځته کړي چې ګټورې تمامې شوي."

د ښاغلي دانش په خبره، له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا په افغاني رسنیو کې ښځینه خبریالانو د پام وړ پرمختګ کړی چې په ټوله معنی باید دغه ارزښت ته درناوی وشي.

په دغه کنفرانس کې له کابل او ولایتونو په لسګونه ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ګډون کړی دی.

په دې کنفرانس کې له کابل او ولایتونو لسګونه ښځینه خبریالانو ګډون کړی و.
په دې کنفرانس کې له کابل او ولایتونو لسګونه ښځینه خبریالانو ګډون کړی و.

افغان ښځینه خبریالانې وايي چې نا امني، جنسیتي چلند او اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی هغه ټکي دي چې په رسنیز چاپېریال کې یې د ښځینه خبریالانو کار له ستونزو سره مخ کړی.

نیګینه انوري وویل: "اوسني حالات امن نه‌دي، موږ نه‌شو کولای چې په سمه توګه یو خبر برابر کړو، اطلاعاتو ته لاسرسی او له ښځو سره جنسیتي چلند هغه دلایل دي چې موږ نه‌شو کولای په سمه توګه خپل کار ته دوام ورکړو."

لېمه هوتکي وايي: "افغان خبریالانې اوس هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي، که یو ښځینه خبریاله د یو خبرې موضوع لپاره یوې ادارې ته ځي له هغې سره سم رویه نه‌کېږي، بله موضوع اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی دی چې دې ستونزې زموږ کارونه له خنډ سره مخ کړي."

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیره حسینه صافۍ چې په دغه غونده کې یې ګډون درلود د ښځینه خبریالانو د دغو ستونزو په اړه وویل: "د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځینه خبریالانو د امنیت او کاري مصونیت لپاره له اړوند ادارو سره جدي کار کړی او دغه وزارت په دې برخه کې د ټولو ستونزو د حل هواري لپاره ژمن دی."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیره حسینه صافۍ
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیره حسینه صافۍ

د یادونې ده چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د تاوتریخوالي د نورو ډولونو ترڅنګ د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې په نښه شوي او وژل شوي دي چې په کابل کې د پخوانۍ افغان خبریالې مینه منګل پېښه‌یې تر ټولو بوګنوونکې وه.

تېره میاشت د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) هم په خپل یو راپور کې ویلي و چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۰۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې په دې کې ۱۱ یې ښځینه دي.

XS
SM
MD
LG