د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

نی: په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د رسنیو ۱۰ کارکوونکي او خبریالان وژل شوي


ارشیف
ارشیف

نی یا د ازادو رسنیو ملاټړ اداره په افغانستان کې ۲۰۱۹ میلادي کال د رسنیو لپاره خونړی بولي وایي چې په دې کال کې د رسنیو ۱۰ کارکوونکی او خبریالان وژل شوی دي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې یا ني تازه موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت شوي دي.

په دې کې لس وژنې، ۲۱ د ټپي کېدو قضیې، دغه شان لس د وهلو ډبولو ، ۵۱ نورې د ګواښونو، د دې ترڅنګ لس قضیې د موقتي نیولو، اته د اختطاف او په دریو رسنیو حملې شوي دي.

د دغه بنسټ اجراییوي رئیس مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ د دغه ادارې د کلني راپور د خپرولو په غونډه کې وویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اوږدو کې لس خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.

د نی بنسټ اجراییوي رئیس مجیب خلوتګر
د نی بنسټ اجراییوي رئیس مجیب خلوتګر

هغه وویل: "سره له دې چې ۲۰۱۹ کال د رسنیو او خبریالانو لپاره خونړی وو خو بیا هم د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د څلویښت سلنه تاوتریخوالي د کم والي شاهد یوو، د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت شوي دي، چې لس يې قتلونه، چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه کم والی ښيي."

په دې راپور کې هغه عوامل چې په تېر کال کې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د تاوتریخوالي کمښت ښي هغه د تروریستي بریدونو پوښښ په مستقیم ډول، د خبریالانو نه تک جنګي ساحو ته، د ځان ساتنې د تګلارو په نظر کې نیول او د تروریستي بریدونو کمښت په ګوته شوې دی.

د نوموړي په خبره، هغه ۱۰ د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو دقتل د دوسیو ۵ تورن کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

د دې بنسټ د کلني راپور پر اساس، د طالبانو څخه وروسته د ولسمشر، د والیانو او یو شمېر وکیلانو ساتونکو او همداراز پولیس هم په ځينې مواردو کې د خبریالانو د تاوتریخوالي لامل ګڼل شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د لويې څارنوالي ویاند جمشید رسولي د رسینو او حکومت دګډې کمېټې په یوې ناسته کې وویل چې، په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې د قتل، توهین او هلو ۲۶ قضیې دې ادارې ته راوړل شوي دي، چې ډېرو ته یې لاسرسی شوی دی.

د لويې څارنوالي ویاند جمشید رسولي
د لويې څارنوالي ویاند جمشید رسولي

هغه زیاته کړه: "افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه کسانو چې ددې ډول قضیو مرتکب شوي د قانوني فیصلو له مخې حتي په اعدام هم محکوم شوي دي."

د افغانستان د فاع وزارت او سیمه ییزو ارګانونو هم په دې برخه کې د خپلو هڅو او ملاتړ خبره کوي.

XS
SM
MD
LG