د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

"د امنیتي ګواښونو له امله د انتخاباتو خبري پوښښ محدود و"


د نی ادارې مسئولان وایي، امنیتي ګواښونو یوازې د انتخاباتو خبري پوښښ نه و محدود کړی بلکې له امله یې د تېرو پنځو کلونو په پرتله د خبریالانو څېړنیز راپورونه هم تر نیمايي کم شوي دي.
د نی ادارې مسئولان وایي، امنیتي ګواښونو یوازې د انتخاباتو خبري پوښښ نه و محدود کړی بلکې له امله یې د تېرو پنځو کلونو په پرتله د خبریالانو څېړنیز راپورونه هم تر نیمايي کم شوي دي.

په افغانستان کی له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره (نی) وایي، نا امنیو د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو د ورځې خبري پوښښ محدود کړی و.

د نی ادارې اجراییوي مشر مجیب خلوتګر د چهارشنبې په ورځ (میزان ۱۰مه) یوې خبري ناستې ته وویل، د طالبانو ګواښونه ددې سبب شول چې د انتخاباتو په ورځ د خبریالانو خبري پوښښ معیاري او سراسري نه وي.

ښاغلی خلوتګر وویل، دوی په ۲۴ ولایتونو کې له ۲۵۰ خبریالانو سره د مرکو پر مهال موندلې چې د طالبانو د ګواښونو له امله خبریالان نه دي توانېدلي لرې پرتو سیمو ته ورشي.

د هغه په خبره، د دوی د مرکو په اساس څرګنده شوې چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه خورا ټېټه وه.

همدارنګه خبریالانو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، د کمیسیون د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت کړی چې د دوي په وینا دغه ټول مسایل د خبري پوښښ د محدودیت لامل شوي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا طالبانو په دغه ورځ د ټاکنو ګډوډولو لپاره په لسګونو سیمو کې بریدونه وکړل.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا طالبانو په دغه ورځ د ټاکنو ګډوډولو لپاره په لسګونو سیمو کې بریدونه وکړل.

یوشمېر سیمه ییز خبریالان هم وايي، د ناامنیو له امله د دوی فعالیتونه یوازې په ښارونو پورې محدود پاتې شول.

په کندز کې سیمه ییز خبریال اسلم رشیدي وویل: "ولسوالیو ته نه یو تللي، ځکه ګواښونه لوړ وو. د ناامنیو ترڅنګ اطلاعاتو ته نه لاسرسی هم یوه ستونزه وه او په هغه ورځ د مخابراتي شبکو فعالیت هم بند شوی و."

دا یوازې د انتخاباتو د خبري پوښښ محدودېدل نه دي، بلکه په افغانستان کی له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په وینا، د امنیتي ګواښونو په وجه د تېرو پنځو کلونو په پرتله د خبریالانو څېړنیز راپورونه هم تر نیمايي راکم شوي دي.

دوی له حکومت څخه غواړي ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په بشپړه توګه عملي کړي.

XS
SM
MD
LG