د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

"افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د خبریالانو د وژنې قضیې په کې نه څېړل کېږي"


د خبریالانو د ساتنې کمېټې (سي پي جی) افغانستان په روان ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په کچه شپږم هېواد بللی چې د خبریالانو د وژنې قضیې په کې نه څېړل کېږي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې (سي پي جی) افغانستان په روان ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په کچه شپږم هېواد بللی چې د خبریالانو د وژنې قضیې په کې نه څېړل کېږي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې (سي پي جی) افغانستان په روان ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په کچه شپږم هېواد بللی چې د خبریالانو د وژنې قضیې په کې نه څېړل کېږي.

د دغې کمېټې په لیست کې سومالیا لومړی، سوریه دویم او عراق درېیم ځای لري.

په راپور کې راغلي، سیاسي بې‌ثباتي، فساد او ترڅنګ یې د خبریالانو د وژنو په تور د قضیو د څېړنې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی، هغه دلایل دي چې له کبله یې دا پېښې نه څېړل کېږي.

راپور کې ترهګر او وسله‌والې ډلې د خبریالانو پر وړاندې تر ټولو ستر خطر یاد شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په تېره یوه لسیزه کې په ټول نړۍ کې نږدې ۳۲۰ خبریالان وژل شوي، خو ۸۶ سلنه عاملان یې تر قانوني څېړنو لاندې نه دي نیول شوي.

خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دې اړه بل ډول نظر لري.

د دې ټولنې غړې وحیده فیضي وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو د قتل اکثره قضیې څېړل شوي دي.

"که سږ کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پام وکړو، د کابل د شش درک په سیمه کې د شوې خونړۍ پېښې په څېر چې نهه خبریالان په کې ووژل شول او په خوست کې یوه پېښه چې یو خبریال په کې ووژل شو، عاملان یې نیول شوي دي. دا یوه هیله پیدا کوي چې دولتي بنسټونه په دې برخه کې جدي دي. "

اغلې فیضي وايي، په روان میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې هم کمې شوې دي.

خو د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې (نی) اجراییه ريیس مجیب خلوتګر وايي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د خبریالانو د ۱۱۰ مورده وژنو له ډلې یې یوازې پنځه سلنه یې څېړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا ښيي چې لا هم د خبریالانو د وژنکو په اړه د معافیت فرهنګ موجود دی.

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د خبریالانو د وژنې قضیو ته رسېدنه، د دوی کاري لومړیتوب دی.

ښاغلي رسولي وویل، "ټولې هغه قضیې چې د خبریالانو د قتل اړوند وې او لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي، په هر اړخیز ډول څېړل شوي او اړونده ادارو ته استول شوي. "

په افغانستان کې پر خبریالانو وروستی برید د روان لمریز کال په زمري میاشت کې و چې په کابل کیې د خورشید خصوصي ټلویزیون کارکوونکو په نښه کړل. په دغه برید کې دوه تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

له دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ډېری خبریالان په نښه شوې چې له ډلې په یوځايي ډول د ۹ خبریالانو وژل یادولای شو. په دې خبریالانو کې درې تنه یې د ازادي راډیو کارکوونکي وو.

XS
SM
MD
LG