د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د رسنیو د دفاع ادارې: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د حکومت اقدامات کافي نه‌دي


آرشیف، هغه خبریالان چې په کابل کې په ۱۰ ثور ۱۳۹۷ په غبرګو بریدونو کې وژل شوي.
آرشیف، هغه خبریالان چې په کابل کې په ۱۰ ثور ۱۳۹۷ په غبرګو بریدونو کې وژل شوي.

په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په پرله‌پسې توګه د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو لپاره خطرناک‌ترین هېواد و او د رسنیو د دفاع او خوندیتوب ادارې وايي، د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت لپاره لازمه پاملرنه نه‌ده شوې.

د سې شنبې په ورځ د افغان خبریالانو د دفاع د ادارو چارواکي، په یوه ورځ د کابل د یوه خونړي برید د ۱۰ تنو قرباني شویو خبریالانو د مړینې د کال د پوره کېدو په مناسبت راټول شوي وو.

دا غونډه چې ازادي راډیو او د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې جوړه کړې ګډونوالو یې له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې نور اقدامات وکړي.

د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي په‌دې مراسمو کې وویل، د رسنیو د کارکوونکو د ساتنې عملي او مؤثرې لارې باید ولټول شي.

ښاغلی شریفي زیاتوي:

"د بې‌سرحده خبریالانو د راپور پر بنسټ، دوه پرله‌پسې کلونه افغانستان د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو لپاره خطرناک‌ترین هېواد بلل کېږي او دا په‌داسې حال کې ده چې موږ په سیمه کې د بیان او رسنیو د ازادۍ له پلوه په بهترین ځای کې یوو."

ارشیف، د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. March 11 2019
ارشیف، د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. March 11 2019

په‌دې مراسمو کې د یو شمېر رسنیو چارواکو، د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال، کابل کې د بریتانیا سفارت مرستیال او د تېر کال د پېښې د قربانیانو د کورنیو ځینو غړو برخه درلوده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدلي برخې مسؤل صدیق‌الله توحیدي وویل:

"دقیقاً ځیني اقدامات ترسره شول، خو طبیعي ده چې دا اقدامات بسنه نه‌کوي. تر اوسه هم د افغانستان د خبریالانو لپاره د ارام احساس نه‌شته."

تېر کال د غويي په ۱۰مه نېټه په کابل کې په دوو خونړیو بریدونو کې په یوه ورځ د رسنیو نهه کارکوونکي ووژل شول.​

په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي یو خبریال هم د وسله‌والو کسانو له‌خوا ووژل شو.

د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب (ښی) د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د عدلي برخې مسؤل صدیق‌الله توحیدي په کابل کې د ۹ وژل شویو خبریالانو د تلین په مراسمو کې. April 30 2019
د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب (ښی) د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د عدلي برخې مسؤل صدیق‌الله توحیدي په کابل کې د ۹ وژل شویو خبریالانو د تلین په مراسمو کې. April 30 2019

د ازادي راډیو درې خبریالان عبادالله حنان‌زی، سباوون کاکړ او فرشته محرم دُرانۍ، ​د طلوع ټلوېزیون عکاس یار محمد توخي​، د یک ټلوېزیون ​دوه عکاسان غازي رسولي او نوروز علي رجبي، د مشعل ټلوېزیون خبریال او عکاس سلیم تلاش او علي سلیمي او د فرانسې خبري اژانس عکاس شاه مری فیضي په کابل کې او احمدشاه متنوال د بي بي سي راډیو خبریال په خوست کې د غويي د ۱۰مې نېټې د بریدونو قربانیان وو.

دا ورځ د افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره «توره دوشنبه» بلل کېږي.

د ثور لسمه، د رسنیو د ټولنې لپاره مرګونې ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00

په‌دې مراسمو کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال عبادالله حنان‌زي پلار ډګروال نصرالله وویل، دوی ته داسې ژمنې ورکړل شوي چې حکومت پرې تر اوسه عمل نه‌دی کړی.

ښاغلی نصرالله زیاتوي:

"کله چې جناب ولسمشر موږ ارګ ته وغوښتو، نو ډېرې غوړې وعدې یې وکړې. د یو افغان په توګه دا په صراحت وایم چې متأسفانه موږ تر اوسه څه ونه‌لیدل."

نوموړي ټینګار وکړ چې غواړي په افغانستان کې د رسنیو د قرباني شویو کارکوونکو او خبریالانو د یاد یو څلی جوړ شي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره ځیني اقدامات شوي دي.

د دې وزارت مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي په‌دې غونډه کې له رسنیو وغوښتل چې د ترورېستي پېښو د پوښښ په اړه دې چمتو شوې کړن‌لاره عملي کړي.

نوموړي همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي د پېښو د څېړنې یادونه وکړه.​

ارشیف، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي
ارشیف، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي

دی وايي:

"د حکومت او رسنیو په ګډه کمېټه کې د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي د پېښو څېړنه شوې ده. په تېرو ۱۸ کلونو کې تر یو نیم زر زیاتې دوسیې راټولې شوې وې چې په یو بل اچول شوي او چا نه‌وې راسپړلې. له نېکه‌مرغه په تېرو دوو کلونو کې ګډې کمېټې دا دوسیې څېړلي او تر یو حده‌یې د دې قضیو برخلیک معلوم کړی."

افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې بې‌ساري تلفات لیدلي دي.

د خبریالانو د ساتنې د نړیوالې ټولنې د راپور په وینا په‌دې موده کې افغانستان کې د رسنیو ۱۷ کارکوونکي وژل شوي، خو ۲۰۱۸ میلادي کال د رسنیو له کورنۍ د ۱۳ کسانو په وژل کېدو، په افغانستان کې د رسنیو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG