د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د ثور ۱۰مه، د افغانستان د رسنیو لپاره توره ورځ


ارشیف، په شش درک سیمه کې د وژل شویو خبریالانو په یاد غونډه. 2018 کال د مې 03
ارشیف، په شش درک سیمه کې د وژل شویو خبریالانو په یاد غونډه. 2018 کال د مې 03

نن د ثور ۱۰مه د ازادي راډيو په ګډون د ۱۰ وژل شویو خبریالانو تلین دی چې تېر کال په همدې ورځ په کابل کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

هغه ورځ چې د ازادي راډيو د درېیو خبریالانو تر څنګ په‌کې د بېلابېلو رسنیو شپږ نور خبریالان او تصویر اخیستونکي په دوو بېلابېلو انتحاري حملو کې ووژل شول.

سباوون کاکړ، عبادالله حنان‌زی او محرم دُرانۍ د ازادي راډیو درې همکاران چې په وینو سره جسدونه به‌یې خاورې شوې وي، خو غم او یاد یې لا هم کورنیو او همکارانو ته تازه دی.

دوی تېر کال په همدې ورځ د ثور ۱۰مه د کابل په شش درک سیمه کې په دوو پرله‌پسې انتحاري حملو کې ووژل شول.

  • سباوون کاکړ
سباوون کاکړ
سباوون کاکړ

۳۰ کلن سباوون کاکړ د ازادي راډیو وېډيو ژورنالېست او د لوبو له میدانه ورزشي خپرونې چلوونکی و، ده واده کړی و، یو زوی یې درلود چې تر وژل کېدو څو ورځې وروسته‌يې زامن جوړه شول.

سباوون کاکړ له ازادي راډيو سره پنځه کاله کار وکړ.

د سباوون کاکړ د کورنۍ غړي وايي، د یو کال په تېرېدو سره لا هم د دوی درد نه‌دی کم شوی.

ډګروال مطیع‌الله د ځوانیمرګ سباوون خسر د سباوون د کورنۍ د اوسني ژوند کیسه کوي:

"دوی مې چې کله هند ته استولي وو، نو کله چې په طیاره کې سپاره شول او طیارې له ځمکې ارتفاع ونیوله نو بن‌یامین خپلې مور او نیا ته ویلي و چې د خپل پلار خواته مې ورځو؟ ځکه چې بن‌یامین به کله هم مور ته وویل چې پلار مې چېرته دی؟ نو مور به‌يې ورته تل ویل چې پلار دې اسمانونو ته تللی دی او بیا نه‌راځي."

  • عبادالله حنان‌زی

۲۷ کلن عبادالله حنان‌زی د زهرو کاروان په نوم د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ازادي راډیو د ځانګړي پروګرام یو چلوونکی و، له واده‌یې اته میاشتې تېرې شوې وې.

ده له ازادي راډيو سره نږدې یو نیم کال کار کړی و، خو مرګي اجازه ورنه‌کړه چې دا کاري موده وغځوي.

د ځوانیمرګ حنان‌زي مېرمن فرشته هاشمي حنان‌زی وايي، په خپل کور کې هر کله چې د حنان‌زي پاتې شیانو ته ګوري غم‌يې زیاتېږي.

نوموړې په خپل لاس کې یو بلوز نیولی وايي چې تل به‌یې اغوست او د یوه عطر یادونه هم کوي چې تل‌یې کاراوه.

عبادالله حنان‌زی
عبادالله حنان‌زی

نوموړې زیاته کړه:

"څه شی مې چې ډېره ځوروي، هغه د حنانزي بېلتون دی، هغه نه‌یوازې زما د ژوند ملګری و، هغه مې بهترین دوست او د راز ساتونکی و، داسې کس و چې هر وخت به مې د ژوند رازونه ورسره شریکول، نه‌شتون مې هره شېبه ډېره ځوروي."

  • محرم دُرانۍ

۲۸ کلنه محرم دُرانۍ چې تازه د ښځو لپاره د ازادي راډیو د اوونیزې "نیمې نړۍ" خپرونې د جوړولو دنده ورسپارل شوې وه، خو مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړولو ته هم پرېنه‌ښوده.

نوموړې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه.​

دُرانۍ به ویل، دا غواړي د اسلام سپېڅلی ماهیت نړۍ او خلکو ته وښيي.​

عبادالله حنان‌زی، سباوون کاکړ، فرشته محرم درانۍ
عبادالله حنان‌زی، سباوون کاکړ، فرشته محرم درانۍ

په کابل کې د ازادي راډيو په دفتر کې د یادو وژل شویو خبریالانو څوکۍ هماغسې تشې پرتې دي او مرګونی ګرد پرې پروت دی او د همکارانو په ذهن کې يې لاهم د تېر کال د دې خونړۍ ورځې تصویر نه‌دی تت شوی.

د پښتو د خبري برخې اېډېټور اجمل تورمان وویل:

"په رښتیا هم توره وه او توره ورځ ده، ما نن د همدې ورځې په خاطر د خپل فېس‌بوک پروفایل تور کړی دی، زموږ هغه همکاران چې یو کال وړاندې په همدې ورځ له موږ جلا شول نه‌هېرېدونکي دي، سباوون کاکړ، حنان‌زی او فرشته محرم دُرانۍ چې واقعاً بېلتون‌يې سخت دی او خاطرې به‌يې تل زموږ په زړونو کې وي."

د پښتو خبري برخې اېډېټر اجمل تورمان
د پښتو خبري برخې اېډېټر اجمل تورمان

دا یوازې ځوانیمرګ کاکړ، حنان‌زی او محرم دُرانۍ نه‌وه چې د دې خونړیو چاودنو ښکار شول، بلکې د نورو بېلابېلو رسنیو شپږ نور خبریالان هم د دې کاروان غړي وو.

په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه هم د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د دې تر څنګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د خپلو همسنګرو یاد ولمانځه.

وی په‌دې اعتراضیه غونډه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی همدا شان وویل چې باید ښکېل اړخونه له خبریالانو سره د اطلاع رسونې په برخه کې مرسته وکړي.

د دې غونډې دوه ګډون‌والو خبریالانو محمد کمال افغان او الفت حسرت ازادي راډيو ته وویل:

"له ښکېلو غاړو غواړو چې د خبریالانو ژوند ته باید پاملرنه وکړي او د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي."

"په افغانستان کې که هره جنګېدونکې ډله ده ټول ځانونو ته د مسلمانانو خطاب کوي، نو د یو مسلمان په توګه د یو خبریال وژل په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دی."

همدا شان ټاکل شوې چې نن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ازادي راډيو او د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې له‌خوا هم په‌دې اړه یوه ګډه غونډه جوړه شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې "نی" تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال بللی دی.

د دې ادارې په کلني راپور کې چې څه موده وړاندې خپور شو راغلي و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې ۲۰ خبریالان وژل شوي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالي ښيي.

په راپور کې همدا شان راغلي وو چې د ټول هېواد په کچه له خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثبت شوې دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:37 0:00
مستقیم لېنک

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG