د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د یک ټلوېزیون مسؤل مدیر عبدالله خنجاني د ولسمشر د ساتونکو له‌خوا وهل شوی


ارشیف، په افغانستان کې د یک خصوصي ټلوېزیون مسؤل مدیر عبدالله خنجاني له ازادي راډیو سره د یوې مرکې پر مهال.
ارشیف، په افغانستان کې د یک خصوصي ټلوېزیون مسؤل مدیر عبدالله خنجاني له ازادي راډیو سره د یوې مرکې پر مهال.

یو شمېر افغان خبریالان د امنیتي ځواکونو او په تېره د ولسمشر د ساتونکو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

ناامني، سړي تښتونې، جنایي جرمونه، غلاګانې او وژنې هغه څه دي چې په کابل ښار کې یې هره شېبه د پېښېدو احتمال لیدل کېږي.

خبریالان او رسنۍ په دغو سختو او خطرناکو شرایطو کې بیا هم هڅې کوي چې د ټولنې غوږ او سترګې وي او واقعیتونه ډېر ژر او په دقیقه توګه خلکو ته وړاندې کړي، ان دا چې کله کله ګواښل کېږي.

عبدالله خنجاني د یک خصوصي ټلوېزیون مسؤل مدیر دی.

دی د ولسمشر د ساتونکو له ناوړه او د سپکاوي له ډک چلنده حکایت کوي.

خنجاني وايي، د ولسمشر ساتونکو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» په زنبق څلورلاري کې په داسې حال کې چې حکومتي چارواکو یوې ناستې ته بللی و، دغو ساتونکو وهلی ډبولی او د لږ وخت لپاره‌یې توقیف کړی دی.

د یو شمېر رسنیو کمرې د یوې خبري غونډې د پوښښ پر مهال
د یو شمېر رسنیو کمرې د یوې خبري غونډې د پوښښ پر مهال

ده‌یې په اړه وویل:

"د جمهور رئیس دوو ساتونکو، یو یې زما خبره واورېده، ویل‌یې چې اجازه نه‌شته، دوهم‌یې چې له نورو سره په شخړه کې و، راغی او د خلکو او خبریالانو په مخکې یې په څپېړه ووهلم، ما اعتراض وکړ چې موږ دلته غونډې ته بلل شوي یوو، راغی او له ځایه‌یې لیرې کړم."

دا لومړی ځل نه‌دی چې خبریالان وهل کېږي او سپکاوی یې کېږي.

دوه خبریالان نوید احمد بارکزی او سمیع‌الرحمن رحماني وايي، که څه هم حکومت د خبریالانو د خوندیتوب ګډه کمېټه جوړه کړې او تل د خبریالانو د خوندیتوب خبرې کوي، خو له دې سره سره د دوی پر وړاندې له سپکاوي ډک چلند کم شوی نه‌دی.

دوی وایي:

"ځیني یې له خلکو سره ډېر ناوړه چلند کوي، که دلیل ورسره ووايئ، سپکوي دې، حتی سړی وهي، دا حال اوس هم شته او پخوا هم و، موږ غواړو چې حکومت‌یې مخه ونیسي."

"خبریالانو ته په ځینو ادارو کې په ښه سترګه نه‌ګوري، حکومت د خبریالانو د خوندیتوب او درناوي ژمنه کوي، خو عمل پرې نه‌کوي، ښه بېلګه‌یې دا ده چې له خنجاني صاحب سره‌یې ناوړه چلند وکړ."

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره نی وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۸ قضيې ثبت کړي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په‌کې ۳۰ فیصده زیاتوالی لیدل کېږي.

افغان دولت وايي، د خبریالانو پر وړاندې ېې د تاوتریخوالي ۶۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې او د عبدالله خنجاني پېښې ته به هم رسېدنه وشي.

د ولسمشر د پي پي اېس ساتونکې قطعې رئیس د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویندویانو سره د یک خصوصي ټلوېزیون دفتر ته ورغلی او له عبدالله خنجاني یې بخښنه غوښتې ده.

د ولسمشر د ساتونکې قطعې رئیس حاضر نه‌دی چې په دې اړه رسنیو ته څه ووايي، خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، د پېښې د ځای اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د خنجاني سپکاوی شوی دی.

دی ډاډ ورکوي چې پېښه به په جدی توګه وارزول شي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

دی زیاتوي:

"هر ډول بررسي چې خنجاني صاحب‌یې پېشنهادوي، هماغه‌شان بررسي به ترسره او د پېښې له عامل سره به قانوني برخورد وشي."

افغانستان د خبریالانو لپاره له خطره ډک هېواد ګڼل شوی، خو د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وايي، کابل هغه ولایت دی چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په‌کې تر نورو ولایتونو ډېر دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG