د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

افغانستان د بیان ازادۍ کې مخکې شوی، خو د ژورنالېستانو لپاره خطرناک هېواد دی


سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ مخکې شهید شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ مخکې شهید شو

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې چې مرکز یې په پاریس کې دی، په نړۍ کې د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور نن د اپرېل په ۱۸مه خپور کړ.

دې راپور د نړۍ په ۱۴۷ هېوادونو کې د بیان د ازادۍ وضعیت او د ژورنالېستانو امنیت ته کتنه کړې ده.

دې نړیوالې ادارې ویلي د هغو هېوادونو شمېر چې ژورنالېستان په ازادۍ او بشپړ امنیت په‌کې کار وکړي، د کمېدو په حال کې دی.

راپور وايي، مستبد رژیمونه پر رسنیو د ازادۍ د کړۍ د تنګولو په حال کې دي.

د بې‌پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په راپور کې افغانستان د ژورنالېستانو او د رسنیو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ۲۰۱۸ میلادي کال د افغانستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک کال و.

تېر کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په وسله‌والو حملو او چاودنو کې ووژل شول.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ویلي چې د طالبانو او اسلامي دولت د وسله‌والو له لوري تحمیل شوې جګړه، غیر مسؤلې وسله‌والې ډلې او په اداري فساد کې ښکېل سیاستوال او چارواکي په افغانستان کې خبریالانو او د بیان ازادۍ ته لوی ګواښ دي.

په راپور کې د ژورنالېستو ښځو کار ته ځانګړې اشاره شوې ده.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ویلي چې ژورنالېستانې د افغانستان په هغو سیمو کې چې د سخت دریځو ډلو پروپاګند زیات دی، ډېرې ګواښل کېږي.

هند کې له وژل شویو افغان خبریالانو سره د غمشریکۍ د مراسمو عکس, May 3, 2018
هند کې له وژل شویو افغان خبریالانو سره د غمشریکۍ د مراسمو عکس, May 3, 2018

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ویلي، دا اندېښنه هم د زیاتېدو په حال کې ده چې ښايي د رسنیو او بیان د ازادۍ په ګډون، بنیادي انساني ازادي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د نړیوالو هڅو قرباني شي.

خو د بیان د ازادۍ په برخه کې افغانستان تر یو شمېر هېوادونو مخکې شوی دی.

افغانستان په دې ګڼه کې ۱۲۱ هېواد دی.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې په وینا، د وروستیو ۱۷ کلونو تجربې دا واضح کړې چې افغانان سوله غواړي، خو هغوی له ازادو او خپلواکو رسنیو پرته او بې له دې چې ژورنالېستان د کار امنیت ولري، دې هدف ته نه‌شي رسېدلای.

له دې پرته د سولې د دوام ضمانت هم ممکن نه‌دی.

پاکستان، ایران، د منځنۍ اسیا یو شمېر جمهوریتونه، هند او روسیه د بیان د ازادۍ په برخه کې تر افغانستان وروسته پاتې دي.

د بې‌پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې له نظره په ناروې کې د بیان د ازادۍ وضعیت د نړۍ تر ټولو هېوادونو ښه دی، خو په‌دې لېست کې د ترکمنستان نوم تر ټولو وروسته راغلی دی.

XS
SM
MD
LG